
د کابل پوهنتون وروسته د بدخشان پوهنتون رئيس هم بدل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د بدخشان ولایت مسوولینو د فیض اباد ښار د یوه جامع جومات خطیب او امام د بدخشان د پوهنتون رئیس ټاکلی دی.
مولوي برهان الدین حقاني چې په بدخشان کې د یوې دیني مدرسې مدیر او د «دروازها جامع جومات» امام او خطیب و، نن په یو لړ مراسمو کې د بدخشان ولایت ریاست ته پېژندل شوی دی.
د بدخشان پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي حقاني د پيژندلو مراسمو کې د بدخشان ولایت معاون مولوي نثار احمد، پخوانی رئیس محمد قاسم آریا او د پوهنتون استادانو او کارمندانو ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې مولوي حقاني دیني علوم ویلي او په حقوقو او سیاسي علومو کې لسانس هم لري او تر دې وړاندې د اسلامي ثقافت استاد هم پاتې شوی دی.
د بدخشان پوهنتون په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې ښاغلی حقاني د کوم پوهنتون څخه لسانس کړی دی او چېرته یې استادي کړې ده.
دا په داسې حال کې چې د ملکي لوړو زده کړو وزارت د قانون د ۲۰مې مادې له مخې د لوړو زده کړو رئیس باید د اړوند پوهنتون له استادانو څخه وټاکل شي چې علمي رتبه یې پوهاند، پوهنوال یا پوهندوی وي.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون ریاست ته محمد اشرف غیرت معرفي کړ چې د لسانس په کچه زده کړې لري.
د ټولنیزو رسنیو فعالان وايي چې پوهنتونونه اکادمیک مرکزونه دي او باید د پوهنتون د علمي کادرونو له منځه دې په شرایطو برابر یو څوک معرفي شي.
دوی وايي چې د غیر اکادمیکو کسانو ګمارنه منفي اضرار لري ځکه د تجربې او تخصص نشتون له امله د پوهنتون اداري او اکاډمیکې چارې شړیږي او نظم له منځه ځي.
همدا راز استادانو تر منځ د کار او خدمت انګیزه ورکیږي او دا ډول مقررۍ دا پیغام ورکوي چې لوړې زده کړې، زحمت او د بېلابېلو مهارتونو زده کړه هېڅ درد نه دوا کوي بلکې د لوړو بستونو لپاره باید له وزیر سره نېکې اړیکې ولری.
د مونږ قدرمنو علماو مونږ ته دقدر وړ یاست دا خبره هم صحی ده چې تر نورو خلکو به تاسي پاک نفسه ، مخلس خلک یاست خو هغه د عبدالوحید وحید صیب خبره چې ملائیکې تاسو هم نه یاست . مونږ دخلکو حساسیتونه ګورو درک کولئ یې هم شو زه انجام د دغسو کړنو ښه نه ګڼم نتیجه یې دومره خرابیدی شي چې ممکن تاسو یې بیا جبیره نکړی شي بیا به خپله تاسو تر بل هر چا په ډیر خفه یاست او دا به هغه وخت وي چې بیا به دما او ماته ورته خلکو اخلاص هم دتاسو علماو… نور لوستل »
تاسوده شراوفساد حکومت قوانین په اسلامی امارت مه تطبیقوی . ده اشرف غنی دوره ده ظلم اونارواسره فاسده نااهله ایداره درلوده. اکثریت ریسان نویی ماسټری دوکتوراوی درلودی. خو ملت ته یی خدمت ونکړ. مونږته ده غبی ،فاصد ،قوپرست دوکتورنه صادیق خدمت ګارته لسانس ته ډیرضرورت لروو. امارت ډیرښه کسان دی پسټونوته کینولی دی. چی هرڅه سم شول دوکتوران به هم کینوی
زه په دې ګومارنو باندې نېک ګومان کوم ،، البته تعادل، ګټې او زیانونه یې باید وسنجول شي هغه دا چې : هدف دا نه دی چې ټول عصري فنون او مضامینو ځای دې اسلامي علوم ونیسي،، بلکه هدف دا دی چې د عصري علومو په ټولو فاکولتو کې ټول زده کړیالان په اسلامي او وطني روحیه باندې وروزل شي تر څو په راتلونکې کې په هېڅ قیمت هم په دیني او وطني اقدارو معامله ونکړي. نو ښه به دا وي چې لومړی په درسي مضامینو کې د دیني مضامینو وزن زیات کړل شي،، د استادانو له خوا دې د… نور لوستل »
د طالبانو خخه په درنشت هیله کوم چی داسی اقدامات مه کوی، زیاتره استادان چی توان وشی خارج ته در خخه مهاجر کیزی، همدا اوس د استادانو سخته خواوی بدی دی نو تاسو کوشش وکری چی همفکره داسی استادان ریسان مقرر کری چی دوکتورا ، تجربه او لوره علمی رتبه ولری
د طالبانو دا ځينې کړنې چې کتل کېږي، سړی فکر کوي چې دا خو ډېر اسانه کار دی کاشکې په سمه توګه اجرا شوی وای. زه چې اوس د خلکو احساساتو ته ګورم، دوی ورو ورو د طالبانو څخه واټن نیسي او زړونه یې ترېنه تورېږي. د خدای د پاره، داسې دې نه کوي چې خپل قبر پخپله وکېني. مننه
داسي نیوکې لکه چې محمد ورور کړي او تر هغه رابر دا بل ورور کړي. نه پوهیږم چې غوربندي صاحب ولې نرمې او پستې کړي . حال دا چې مبارز او مجاهد شخصیت دی . دا دمونږ نیوکې په تاسو دې خواخوږي د لحاض دي .نه خدای مکړه د دښمنۍ په وجه . ټول د یوه صف خلک یو .دغه تبدلئ لکه د کابل دپوهنتون د ریس لرې کول ورپسې دا اوسنۍ مسئله دبدخشان زه وایم دا به تعصبونه وزیږوي د مکتب پوهنتون او مدرسې ترمنځ به مخالفت ته زمینه برابره کړي . دلوړو زدهکړو سرپرست صاحب باوجود د یو… نور لوستل »
احمد صاحب ستاسو له نېک نظر او ارادتمندی څخه مننه کوم،،، په حکومتولی کې د اسلامي امارت د ممیزو او مثالي لاسته راوړنو سخت ارمانجن یم،،، نیوکې مو پر ځای او کټ مټ زما نیوکې دي،، د نرمښت په اړه ویلای شم چې مونږ او تاسو تقریبا خپل ټول عمر په جګړو او د تپل شوو نظامونو په غوڅ مخالفت کې تېر کړی دی نو په دې اساس له “حکومت” سره مخالفت په ناخوداګاه توګه یو سنت ګرزېدلی او زمونږ ا تاسو په وجود کې یې قوي منفي احساسات پنځولي دي ،، چې باید کنټرول کړل شي،، د اسلامي امارت… نور لوستل »