اسراييل: د حماس په توغنديز بريد کې مو پنځه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۷مه ۱۳۹۳ل): د اسراييلو دفاع وزارت لخوا په تازه خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي، چې د حماس پوځي څانګې «قسام» په توغنديز بريد يې پنځه اسراييليان وژل شوي دي.

اسراييلي رسنۍ وايي، چې وژل شويو کې څلور عسکر او يو تن ولسي وګړی دی.

د اسراييلو دفاع وزارت په خپله رسمي پاڼه کې منلې، چې د قسام په بريدونو کې تر اوسه د وژل شويو اسراييلي عسکرو شمېره ۴۸ تنو ته ورسيده.

بل پلو د قسام لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روانې جولايي مياشت د اتمې نيټې څخه چې اسراييلو پر بې دفاع فلسطيني ولسي وګړو خپل ترهګريز بريدونه پيل کړي، تر اوسه يې ۹۱ اسراييلي عسکر وژلي دي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د