افغانستان

«کام ایر» هوايي شرکت د فسبوک لخوا کرایه شوي پراوز کې خپل خپلوان لېږدولي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان خصوصي هوايي شرکت «کام ایر» په هغه پرواز کې چې د ژورنالستانو او نورو مؤسساتو سره کارکوونکو لپاره کرایه شوی (چارټر) و، خپل ۱۵۵ خپل خپلوان او کارمندان ابوظبۍ ته وړي دي.

بلومبرګ تلویزوني کانال په یوه راپور کې ویلي چې دغه چارټر پرواز د فیسبوک او لینکډان لخوا تمویل شوی و څو ۱۸۸ ژورنالستان او خیریه مؤسساتو کارکوونکي چې ژوند یې له خطر سره مواجه و، له افغانستان څخه وباسي.

خو د کام ایر شرکت مشر هغه خالي څوکۍ چې په الوتکه کې پاتې وې حداقل ۱۵۵ نیږدې خپلوان او کارکوونکو باندې ډکې کړې وې.

د راپور پر اساس کله چې د کام ایر پرواز د اګست د میاشتې په ۳۰مه ابوظبۍ ته ورسېد، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د عربي اماراتو چارواکو ته يې سرخوږی جوړ کړ، ځکه په هغه لست کې چې دوی ته سپارل شوی و د کام ایر د شرکت مسوول خپلوانو او کارمندانو نومونه نه ول.

د کام ایر په دغه پرواز کې راوړل شوي کسان ټول لومړی ابوظبۍ ته انتقال شول چې وروسته د دوی له منځه هغه ۱۸۸ کسان جلا شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لست کې یې نومونه موجود ول او مکزیک ښار ته انتقال شول. خو د کام ایر د هوايي شرکت نیږدې خپلوان او کارکوونکي تر اوسه په ابوظبۍ کې دي او سرنوشت يې هم معلوم نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو ایمیل کې بلومبرګ تلویزوني کانال ته ویلي چې دغه ۱۵۵ کسان د کام ایر شرکت له خوا الوتکې ته خېژول شوي دي او امریکايي چارواکې ترې په ابوظبۍ کې خبر شول.

د کام ایر د دغه اقدام وروسته امریکا حکومت د افغانستان څخه د خلکو ویستلو لپاره کام ایر هوايي شرکت الوتکې چارټر نه کړې، بلکې له کابل څخه قطر ایرویز او پاکستان هوايي شرکت چارټر شوي پروازونه وشول.

د کام ایر هوايي شرکت د دغې پېښې په اړه بلومبرګ تلویزوني کانال پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x