افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان سره د مالي معاملاتو په اړه د امریکا د وروستي اقدام هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د حکومت د هغه اقدام هرکلی کړی چې له مخې يې د امریکا غیردولتي مؤسسات او نړیوالو مالي او غیرمالي سازمانونو ته اجازه ورکړې چې له افغانستان سره مالي معاملات ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان حکومت ھیله مند دی چي د امریکا متحدہ ایالاتو په شمول به ټول ھیوادونه او نړیوال سازمانونه د افغانستان له حکومت سره د اړیکو ټېنګښت او له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د ماليې وزارت د وروستي اقدام هرکلی کوي.‎

تېره ورځ د امریکا د خزانې وزارت دوه جوازونه صادر کړل چې د لومړي جواز له مخې د امریکا حکومت ، غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په څیرو ځینو نړیوالو ټولنو ته اجازه ورکړه چې له طالبانو سره چې  د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، مالي معاملات وکړي.

د دوهم جواز له مخې افغانستان ته د خوړو، درملو او طبي توکو صادراتو پورې اړوند ځینې ځانګړي مالي معاملاتو ته اجازه ورکړل شوه.

د خزانې وزارت ویلي وو چې امریکا له مالي ادارتو، غیردولتي مؤسساتو او نړیوالو سازمانونو سره په ګډه کار کوي تر څو زراعتي توکي، درمل او نور منابع افغانستان ته لاړ شي خو په طالبانو به بندیزونه لا هم ثابت پاتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x