ورزش

لالیګا: ریال مدرید نن د اتلولۍ ساتلو لپاره د ویاریال لوبډلې سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): په هسپانوي لیګ لالیګا کې نن د ریال مدرید او ویاریال لوبډلې مخامخ کیږي، چې ریال مدرید لوبډله به د اتلولۍ ساتلو لپاره سخته سیالۍ کوي.

ویاریال لوبډله اوسمهال د یوروپا لیګ اتله ده چې په پایلوبه کې یې تکړه انګلستانۍ لوبډلې مانچسټر یونیټډ ته ماتې ورکړې وه.

بل لوري ته ریال مدرید لوبډله ده چې د هسپانوي لیګ لا لیګا کې اوسمهال په ۵ بریاو سره ۱۶ نمرې لري او د جدول په سر کې ځای لري.

ویاریال داسې کلب دی چې کم مینوال لري او په لږ وخت کې زیاتې لاسته راوړنې لري. ویاریال د ۵۰ زره نفوسو ښار دی چې دوه لسیزې وړاندې یې یوازې ۳ زره مینوال درلودل، او د ځینو سوداګرانو له لوري د ۴۰۰ زره یورو په بدل کې کلب جوړ شو، خو په کورني استعداد یې د اروپایي لوبډلو ترمنځ لوی نوم جوړ کړ.

د راپورونو له مخې د ویاریال ښار ټول نفوس د ریال مدرید د لوبغالي لیدونکو څخه کم دی. په ریال مدرید لوبغالي کې اوسمهال شاوخوا ۸۰ زره لیدونکي ځای کیږي.

د ریال مدرید مشر روزونکي کارلوس انسلوټي د ویاریال پر وړاندې لوبې لپاره لوبډله اعلان کړې چې دغه لوبه به نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د مدرید په سانتیاګو برنابیو لوبغالي کې ترسره شي.

دغه دواړه لوبډلې د لالیګا لیګ په تېر پړاو کې په مې میاشت کې مخ شوې وې، چې ریال مدرید د یو ګول په ځواب کې په وروستیو دقیقو دوه ګولونه راوړل او له سخت حالت وروسته یې بریا خپله کړې وه.

دغه لوبه کې ویاریال په ۲۰مه دقیقه کې ګول وهلی و چې تر ۸۷مې دقیقې یې مقاومت وکړ، خو په ۸۷مه دقیقه کې کریم بنزیما او په اضافي وخت ۹۲مه دقیقه کې لوکا موډریج ګټونکی ګول وهلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x