ټکنالوژي

ګوګل به راتلونکي نږدې کې په یو شمېر موبایلونو خپل مشهور خدمتونه وتړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د لټون مشهور شرکت ګوګل منلې چې د اندراید سیستم لرونکي یو شمېر موبایلونه به د ګوګل نقشې، یوټیوب او جي میل خدمتونو څخه د سپتمبر له ۲۷مې وروسته محرومه شي.

ګوګل اعلان کړی که د ځیرک موبایلونو کاروونکي غواړي پورتني سافټویرې وکاروي، یا به په خپلو موبایلونو کې د پورتنیو اپلیکشنو تازه بڼه ښکته کوي، یا به نوی موبایل اخلي او یا به دغه خدمتونو څخه لاسرسی له لاسه ورکړي.

دوی وایي هغه کاروونکي چې په اندراید کې د ۲.۳ پخوانی سیستم کاروي، ددوی په موبایلونو کې به د ګوګل حساب وتړل شي. د ګوګل چلونکي سیستم زړه نسخه په لومړي ځل د ۲۰۱۰م کال په دیسمبر میاشت کې پېل شوې وه.

دوی په پام کې لري چې په دغه کار سره د خپل پلیټ فارم ملاتړ بیرته واخلي تر څو خپلو کاروونکو ته د خوندیتوب ضمانت ورکړي او ددوی لاسته راوړنې بې ځایه نشي. ځکه چې پخوانۍ نسخې د هیکرانو له لوري له زیان سره مخ کیږي او په نړیواله کچه د ګوګل انځور خرابوي.

که څه هم اوسمهال د اندراید تازه نسخه ۱۱ ده، د ۲.۳ سیستم نسخه چې په ډیرو موبایلونو کې لا هم کارول کیږي ډيره لرې پاتې شوې ده.

د ۲۰۱۷م کال په فبروري میاشت کې ګوګل د اندراید ۲.۳ په سیستم کې د انلاین پیسې جمع کولو پریکړه وځنډوله. دغه راز ددې میاشتې په وروستیو کې دوی اعلان کړه، هغه څوک چې یاد سافټویر کاروي د ګوګل اکاونټ ته به لاسرسی ونلري، کاروونکي به که څه هم نوم او پاسورډ سم ورکوي خو لاسرسی به له لاسه ورکړي.

دغه راز به د ګوګل اکاونټ سربېره نور مشهور اپلیکشنونه لکه: یوټیوب، ګوګل پلی سټور، ګوګل میپس/نقشه، جي میل، ګوګل کلینډر یا نېټه او داسې نور.

که غواړئ په خپل زوړ موبایل کې دغه خدمتونه وکاروئ، تاسې باید خپل ۲.۳ سیستم لږ تر لږه ۳.۰ ته پورته کړئ، ددې لپاره د موبایل سیټنګ setting ته ولاړ شئ، سیستم System، اډوانس Advance او سیستم اپډيټ System update کیکاږئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x