ورزش

پریمیئر لیګ: مانچسټر سیټي غوره بریا او مانچسټر یونیټډ سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۰ل): د انګلستان فوټبال پریمیئر لیګ په یوه مهمه سیالۍ کې د مانچسټر سیټي لوبډلې چیلسي لوبډلې ته په ۱-۰ ماتې ورکړه، خو بل لوري ته د رونالډو په شتون مانچسټر یونیټډ د استون ویلا لوبډلې څخه په ۱-۰ ماتې ومنله

د مانچسټر سیټي لوبډلې د اروپا اتلانو لیګ اتلولې لوبډلې چیلسي ته د یوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې ورکړه، چې تر یوې اندازې یې له چیلسي څخه د چمپینز لیګ پایلوبې بدل واخیست. مانچسټر سیټي د چمپینز لیګ په پایلوبه کې له چیلسي څخه په ۰-۱ ماتې منلې وه.

د مانچسټر سیټي له لوري یوازینی ګول برازیلي لوبغاړي ګیبریل جیسوس راوړ چې په ۵۳مه دقیقه کې یې د سیال لوبډلې جال مات کړ او په مرسته یې چیلسي ته د روان پړاو لومړۍ ماتې خوند وروڅکه.

د مانچسټر سيټي روزونکي پيپ ګواردیولا په پرلپسې دریم ځل په پریمیئر لیګ کې چیلسي ته ماتې ورکړه او د چمپینز لیګ پایلوبې بدل چې د مې میاشتې په ۲۹مه ترسره شوی و، ترې واخیست.

بل لوري ته د مانچسټر یونیټډ د ماتو سلسله دوام لري چې د کریستیانو رونالډو په شتون یاده لوبډله ونه توانېدله په خپل لوبغالي «اولد ترافورد» کې د یوه ګول پر وړاندې بریا خپله کړي.

رونالدو (يسار) يعترض على أحد قرارات الحكم (رويترز)

په دغه لوبه کې د استون ویلا لوبډلې له لوري په ۸۸مه دقیقه کې کورتنی هوس یوازینی ګول راوړ، خو د مانچسټر یونیټډ لوبډله د رونالډو په مشرۍ د یو شمېر فرصتونو سربېره د میلمه لوبډلې جال ته په رسېدو کې پاتې راغله.

تر ټولو حیرانونکې دا وه چې په وروستیو دقیقو او اضافي وخت کې مانچسټر یونیټډ ته د پينالتي شاټ وهلو فرصت په لاس ورغی خو پرتګالي لوبغاړي برونو فرنانډس دغه فرصت ضایع کړ او د لوبډلې وروستۍ هڅې يې هم ضایع کړې.

باید وویل شي چې په پرلپسې دوه ماتو سره د مانچسټر یونیټډ لوبډلې لومړی مقام له لاسه ورکړی او په ۱۳ نمرو څلورم مقام ته ښکته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x