نړۍ

اسراييلي طيارو د اسماعيل هنية کور بمبار کړی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۷مه ۱۳۹۳ل): اسراييلي طيارو نن سهار وختي د حماس د لوپوړي مشر او پخواني لومړي وزير اسماعيل هنية پر کور بمبار کړی دی.

فلسطيني سرچينې وايي، چې اسراييلي ترهګرو نن سهار وختي پر ځايي وخت ۲۹ـ۷ بجې د غزې لويديځه څنډه کې د اسماعيل هنية پر کور بمبار کړی دی.
د هنيه زوي په خپله فیس بک پاڼه کې د نوموړو بريدونو پخلی کړی او وايي، چې نوموړې بمبارۍ کې د اسماعيل هنية کور په بشپړه توګه ويجاړ شوی، مګر د هنية په ګډون پکې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی؛ ځکه چې کور کې څوک نه و.

اسراييلي ترهګرو د روانې جولايي مياشت له اتمې نېټې پر غزه وحشي ځمکني، هوايي او سمندري بريدونه پيل کړي دي.
د فلسطيني سرچينو له قوله تر اوسه د اسراييلو په وحشي بريدونو کې ۱۱۰۰ فلسطينيان شهيدان شوي، زرګونو نور ټپيان او سلګونو کورونه يې ويجاړ کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x