افغانستان

مجاهد: یو شمېر دولتونه به ډېر ژر د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژني

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد ويلي، چې له ګڼو دولتونو سره يې خبرې روانې دي او په لنډ وخت کې به يو شمېر هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژني.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې په رسميت پېژندل د افغانانو حق دی او په دې لړ کې د اسلامي امارت چارواکو د ګڼو هېوادونو له استازو ليدلي دي.

د اسلامي امارت وياند وايي: «له ګڼو هېوادونو سره اړيکې لرو، د ډېرو دولتونو چارواکي راغلي او موږ هم ورغلي يو، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتېرس ته مو هم په دې اړه ليک لېږلی دی.»

ښاغلي مجاهد د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخيسي، خو د ملګرو ملتونو، چين، روسيې، قطر، ترکيې، ایران او پاکستان سربېره د يو شمېر هېوادونو استازي کابل ته راغلي او د اسلامي امارت له چارواکو سره يې خبرې کړي دي.

اسلامي امارت د خپلې فعالې ډيپلوماسۍ له لارې د ګاونډيانو او سيمه‌ييزو دولتونو سربېره د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې له ټولو هېوادونو سره په دوه اړخيز درناوي ولاړې ښې اړيکې غواړي.

ښاغلي مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، افغانستان بهرنيو مرستو، بیا رغونې او قوي حکومتولۍ ته اړتيا لري او د دې لپاره له نړیوالو سره فعالې ډيپلوماسۍ ته اړتيا ده.

د اسلامي امارت وياند وايي، نړيوالو هم درک کړې، چې له افغانستان سره د تعامل لپاره بايد له اسلامي امارت سره اړيکې ولري او پر همدې بنسټ د ستونزو د حل او تفاهم لپاره لارې چارې پرانيزي.

د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې نږدې يوه نيمه مياشت تېريږي او تر اوسه هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی، خو امريکا، برتانيې، روسيې، چين، اروپايي ټولنې، جرمني، پاکستان او ترکيې ويلي، د افغانستان له نوي نظام سره بايد اړيکې ونيول شي او يوه واقعيت په توګه ورسره له تعامل کولو پرته بله لاره نه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

مجاهد صاحب، خدای دي وکړي چي خبره دي رښتیا وي او داسي نه سي لکه هغه تا چي ویل چي کابل نه نیسو او په ولایتي مرکزونو باندي جنګ کوو. په عموم کي د نړۍ دولتونه هغه حکومتونه په رسمیت پیژني چي د رهبري چوکاټ یې واضح وي او په خپلو ولسونو کي مشروعیت ولري. اسلامي امارت په دې برخه کي یو لړ تخنیکي نیمګړتیاوي لري. لکه دا چي امیر المومنین د یوې داسي شورا لخوا ټاکل سوی دی چي غړي یې د افغان ولس د مشروع استازیتوب څخه محروم دي. بیا نو د دې شورا لخوا ټاکل سوی امیر… نور لوستل »

Karwan

ملاجانان،
که څوک په سترګو ړانده او په غوږو کاڼه نه وي اوپه اسلام عقيده لري، نو بيا دا پوښتنه ځواب سوي ده، چه اسلام څه حقوق درکړي او ددي دتشريح لپاره مجاهد صاحب ته ضرورت نشته او بل دپاکستان په مورد هم طالبانو په واروار خپل موقيف بيانکړي دي. اما بيا هم بعضي عناصر هميشه دغسي پوښتني کوي! دطالبانو سره ولس ولاړدي، ځکه ولس ازادي تر لاسه کړه او دپوره امنيت څيښتنان شول! دي ته که ځوک احترام نلري، نو د هغه چا په افغانيت کي زه شک لرم! کاروان

Karwan

د نن تکي اسيا دمحترمو چلونکو نه هيله لرم، چه زما څو کرښي د ملا جانان په مورد خپري کړي. هلته خو ما چاته کوم سپکاوي ندي کړي، نو ولي بعضي وخت زما ليکنه نه نشر کيږي! مننه. کاروان

ملا جانان

د ویب پاڼي محترمو چلونکو!، تاسو دا د کاروان صاحب لخوا راته ډالۍ سوي ګلونه ښکاره کړئ چي موږ یې هم بوی کړو.. او کاروان صاحب تر کومه پوري چي ستاسو پورته خبره ده، تاسو محترم لکه چي په دې علم نه لرئ چي د اسلام لخوا عامو مسلمانانو ته ورکړل سوي سیاسي حقوق د اسلام د څلورم خلیفه امیر المومنین سیدنا حضرت علي رض د شهادت وروسته چي غصب سوي دي بیا تر ننه پوري دې امت په سترګو نه دي لیدلي. کله د خپل ضعف په سبب او کله هم د رشوت خوري د عام رجحان په سبب… نور لوستل »

طوطی

ما هم همداسی خوب لیدلی وو لکه چی مجاهد صیب یی وینی.

Sayed

ضياءالحق : پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي. افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي. کرنيل امام : د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو. په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx