نظــر

د افغانانو د شتمني د کنګلېدلو موخي او حل لار!

لیکنه: مفتي احسان الله

له دوهم جنګ جهاني وروسته د نړۍ د متوازن ساتلو په موخه نړیواله ټولنه رامنځ ته شوه، د هغوی کار دا دی، چې د نړۍ امن او ثبات پر ځای وساتي، که یو هیواد د نړۍ امن ته خطر وي، نو دوی کولای شي، چې د خپل منشور د 41 نمبر مادې لمخي ورباندي غیر عسکري بندیزونه ولګوي.

نړیواله ټولنه دوه مهمي قوې لري، یوه یې د امنیت شورا ده، او بله یې نړيوال بانګ ده، کله چې پر یو هیواد باندي د اسلحې په مټ د ختلو اړتیا وي، نو امنیت شورا راوړاندي کیږي او که عسکري یرغل د څه وجوهاتو له لمخي نشي تر سره کېدلای بیا نو نړيوال بانګ خپل اقتصادي بندیزونه پر کار اچوي.

چونکي نړيواله ټولنه په دې متهمه ده، چې تر ډیره حده د امریکې تر تاثیر لاندي ده، د هغوی په اشارو خپل کارونه مخ پر وړاندي وړي، نو ځکه موږ ګورو چې د امن د متساوي ساتلو پر ځای دوی تل پر مظلومانو، کمزورو او ضعیفو هیوادو باندي د غربیانو په لمسون اقتصادي ناکه بندي لګولې.

د تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي حصار

په تیر تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه هغه د اسلام په پیل کې د نبوت په اووم کال د محرم په میاشت کې د مکې د مشریکینو له لوري پر بني هاشم او بني عبد المطلب باندي ولګېدل، دا هغه وخت و، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دین کې خلک په داخلېدو ول، مشریکینو له عبد المطلب څخه غوښتنه وکړه، چې رسول الله ورته وسپاري، خو عبد المطلب که څه هم کافر و، خو بیا يې هم پر رسول الله ننګه وکړه، او د قوم مطالبه يې رد کړه.

له دې سره مشریکینو فیصله وکړه، چې له دوی سره به یو څوک هم نه نکاح کوي نه به بیع ورسره کوي، نه به خبري ورسره کوي او نه به ورسره کښېني، بني عبد المطلب او بني هاشم سره له رسول الله شعب ابي طالب کې درې کاله سخته کلابندي تېره کړه.

کله چې به مکې تجارانو مالونه راوړل، نو ابو لهب به تجارانو ته ویل: چې مالونه دوی ته دومره ګران کړئ چې د هغوی د اخیستلو وس ونرسيږي، له شعب ابي طالب څخه به یو څوک د سامان اخیستلو لپاره راغلی، خو مال به چا نه ورباندي خرڅاوی، بېرته به خالي لاس خپلو بچیانو ته ولاړ، دا به په داسي حال کې و، چې ماشومانو به يې له لوږي چيغي وهلې، او د ماشومانو د لوږي چيغي او سورې ټولو له شعب ابي طالب څخه درباندي هم اورېدلې.

له سختي لوږې سره مخ شول، تر دې چې د ونو پاڼي او وچې څرمنې يې له ډیري لوږي خوړې، خو بیا هم دوی مقاومت وکړ، تر دې چې الله اساني ورباندي راوسته.

سعد ابن ابي وقاص رضي الله تعالی عنه وايي: یوه ورځ مي بولي کولې، پر زمکه مي تر بولو لاندي کړپی واورېدی، چې ګورم د اوښ وچه څرمن ده، هغه مي را واخیستله، پاکه مي کړه، ومي سوځوله او له اوبو سره مي ګډه کړه، درې ورځي مي په دې ګوزاره وشوه. الروض الأنف ت السلامي (3/ 217)

دوکتور راغب سرجاني وايي: چې د حیرانتیا ځای دا دی، چې په دې درې کلنه سخته محاصره کې به له مختلفو علاقو خلک د حج لپاره راتلل، او دا ستر ظلم به يې په سترګو لیدی، خو یو چا هم د دغو مظلومانو ننګه ونه کړله.

اصل مشکل څه دی؟

اصل مشکل د نظامو د ټګر دی، په هغه وخت کې هم د اسلامي نظام سره د مشریکینو خپل کفري نظام په ټکر کې و، او نن سبا هم د غربیانو یوازنی مشکل هغه د سیکولریزم او اسلامي نظام په منځ کې ټکر دی، نو کله به هم غربیان او امریکایان په پوره معنا ازاد او خپلواک اسلامي نظام ونزغمي.

نو ځکه کله چې زموږ پر ګران هیواد باندي له مسلح ختلو ستړي شول اوس دا دی اقتصادي ناکه بندي ته يې مخه کړه، ودې ته نه په خپله غربیان، نه نړيواله ټولنه او نه هم اسلامي نړۍ ګوري چې په دې ناکه بندي کې خو د غریبو افغانانو، ماشومانو او غریبو ښځو ته څومره ضرر دی، هغوی له سخت لوږي سره مخ دي، خو بیا هم دوی د افغانانو خپله شتمني کنګل کړه.

دا د تاریخ تکرار دی، د مسلمانانو مشکلات هلته زیات شول، چې خلافت له منځه ولاړ او اسلامي نړۍ پر وړو وړو ټوټو ووېشله شوه، هر مسلمان حکمران د ځان په غم کې دی، کله چې غربیان پر اسلامي امارت بندیزونه ولګوي، نو نوره اسلامي نړۍ يې سیل کوي، او یوازي په دې خوشحاله دي، چې زموږ پر هیوادو خو بندیزونه ندي لګېدلي.

د حل لار:

په داسي سختو شرائطو کې ټاپ ډپلوماسي ته اړتیا ده، د شعب ابي طالب د ناکه بندي په ماتولو کې هشام بن عمرو سخته پیاوړي ډپلوماسي خپله کړه، په مشریکینو کې يې درز پیدا کړ، یو څو نفره يې دېته راضي کړل چې یاده کلابندي لغوه اعلان کړي، د هشام د ډپلوماسي په نتیجه کې همداسي وشول، اوس هم که اسلامي امارت پر خپل دریز مضبوط ودریږي، او د خپلي ډپلوماسي په مټ باندي مختلفو هیوادو ته اطمنان ورکړي او هغوی خپلو ګټو ته متوجه کړي نو لیري نده، چې د غربیانو دا حربه به هم د مسلح اشغال د هغې رنګه نا کامیږي او نړيوال بندیزونه او تور لیستونه به داسي ماتیږي لکه د شعب ابي طالب ناکه چې په کامیابي سره ماته شوه.

 

2021-09-22

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دافغانستان ۹۹٪مسلمانان دی دغه ۱٪کمونسټ ،هندوان اومذبذبه منافقین دی په دی ۹۹٪کی سخت ترین جاهلان ملایان اوطالبان دی دقرآنکریمه ناخبراوهغه چه ځان خبربولی غلط تعبیر یی کوی آیابیله دی جاهلانونورمسلمانان ندی دغه نورومسلمانانوچه پاکولتی یی ویلی دی دکارکولوتجربی لری حق نلری چه وزیرصدرعظم اووالی جوړسی ته خپله قضاوت وکه ملامحمد حسن دصدریعظمۍ مستحق دی حتی خبری ندی زده والیان دی وګوره کم یوعالم اوپه څه پوهیږی زماانګریزی،جرمنی فارس زده دی دقرآنکریم ټول احکام می په یادزده دی څوواره می خپل تعروف په دوحه کی ورته وکۍ دکارکولوپیشنهاد می ورته وکۍ نه یی کم قبول کم وخت چه دوی کابل ونیوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x