افغانستان

بهرنيو چارو وزارت: ټول هوايي شرکتونه نړيوال پروازونه پيلولى شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل هوايي ډګر تخنیکي ستونزې حل شوي دي او ټول هوايي شرکتونه کولاى شي چې بهر ته پروازونه پيل کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په يوه  خبرپاڼه کې هوايي شرکتونو ته د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړى دى او څرګنده يې کړې يې ده چې د کابل هوايي ډګر اوس د هر راز پروازونو لپاره بشپړ چمتو دى.

هغه ويلي چې افغان حکومت له هغه هیوادونو چې پخوا يې کابل ته الوتنې لرلې تمه لري یو  ځل بیا د پخوا په څیر خپل پروازونه پیل کړي، تر څو د مسافرو  ستونزې حل شي.

د خبرپاڼې له مخې په هیواد کي د ورستي سیاسي بدلون په جریان کي د هوایي سکتور په  برخه کې یو لړ تخنیکیې ستونزې رامنځته شوی چې له امله یې بهرنې پروازونه متوقف شول او ډیر شمیر هیوادوال  له هیواده بهر پاته شول چې اوس نشي کولای  هیواد ته‏ بیرته را وګرځي.

د بهرنیو چارو وزارت يادونه کړې چې په بهر کې ايسار مسافرو کې ډیر یې ښځې، کوچنیان، محصلین، ناروغان او تجاران دې چې تګ راتګ ته اړتیا لري.

همدارنګه ګن شمیر هیواد وال چي په بهر کي روزګار او تعلیمي بوختیاوي لري، اوس بهر ته د تلو له مشکل سره مخ دي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته د کابل هوايي ډګر لومړى د امریکايي ځواکونو له خوا او وروسته د تخنیکي ستونزو له کبله د بهرنيو پروازونو پر مخ تړل شوى و.

 

د کابل هوايي ډګر د قطر او ترکيې په تخنیکي مرستو بېرته ورغول شو او ځينې هوايي شرکتونو کابل ته پروازونه هم وکړل خو تر دې دمه عادي تجارتي پروازونه کابل ته لا نه دي پيل شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x