نړۍ

بلوچستان کې شپږو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان بلوچستان ايالت کې د پاکستان پر سرحدي پوځيانو بمي چاودنې کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه د بلوچستان په هرنايي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ «بي اېل اې» د دغې چاودنې مسؤوليت منلی دی.

د پاکستان پوځي سرچينې وايي، چې د پوځيانو د ګزمې موټر د هرنايي ولسوالۍ په سفرباش سيمه کې روان و، چې د سړک د غاړې د ماين چاودنې ښکار شو.

پاکستاني رسنۍ وايي، امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، مړي او ټپيان يې ځايي روغتون ته رسولي او د مشکوکو کسانو لټون يې پيل کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د بلوچستان په اوارن سيمه کې دوه پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د بلوچستان سربېره د پاکستان په ځينو سيمو کې چاودنې زياتې شوي دي.

د دغو ډېری چاودنو مسؤوليت پاکستاني طالبان او يا هم د بلوچستان بېلتونپاله وسله‌‌وال اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

هغه اور چي پاکستاني اسټبلشمنټ د افغانستان او افغانانو د سوځېدو لپاره بل کړي اوس پخپله پکې سوځى!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x