نظــر

په خاورو کې زر_د حضرت بلال رضی الله عنه لېسې لنډه ننداره

دادمحمد ناوک

غبرګې موټر سایکلې مو د دروازې مخې ته ودرولې، اصول صنفي – تر درېیم – ټولګي زده کوونکي تازه رخصت شوي و، زموږ د پګړیو په لیدلو سره پرې را ټول شول:
_طالبان راغلل!

ملازم کلکه غېږه راکړه او د حضرت بلال رضی الله عنه لیسې په انګړ کې مې په ژوند کې لومړی ځل پل کېښود، پر دروازه تر ټومبلي سپين توغ تېر شوو، د دې ښوونځي مې ډېرې ستاینې اورېدلې وې، خو د داسې نظم، پاکۍ او جالب مدیریت ننداره مې تر اوسه لیدلې نه وه.

د لیسې د غبرګو ودانیو شاوخوا سرسبزي داسې ښکلا ورکوله لکه د کوم پارک ننداره جې کوې، د عمومي دروازې چپ لاس ته د سپين جومات دنګ منار او د جومات په منځ کې رنګینو جای‌نمازونو د دیانت تایید کاوه؛ د لېسې ودانۍ مخې ته په بوټ‌دانیو کې د زده کوونکو د ایستل شویو بوټونو تنظیم حیران کړم؛ له همدې ځایه، له همدې لومړۍ دروازې پر دېوالونو بېلابېلې ژورې جملې، د تدریسي کتابونو اړوند معلومات، د ورځني ټولنیز ژوند اړوند جالبې ویناوې پر ښکلي لیک کښل شوې وې.

د پکتیکا په دې خړو خاورو کې دې جالب تنظیم شک را واچاوه، لکه کوم ښوونځي ته چې نه، بلکې کوم مېلمستون ته راغلی یم، همدلته مو د لېسې نوی امر صاحب په غېږ کې ونیو، سرمعلم صاحب سره مو ستړې مه شي وکړه، خو چې د ودانۍ تر دې دروازې دهلیز ته ننوتلو، فرش کړي صحن، په منځ کې پر لوی مېز د کلیمې طیبې او کرې جالبه تله، په پرمفهومه جملو رنګین دېوالونه او په چت پورې ټومبلو تورو کیمرو حق حیران کړم!

د هرې خونې پر سر د معرفۍ شنه رنګې لوحه ځوړند وه، داسې ګمان به کېده لکه همدا پرون چې هر څه برابر شوي وي، خو دا هر څه له کلونو راهیسې همداسې پاک، منظم او رنګین پاتې دي.

په اداره کې د اداري غړو صمیمت او ټینګار چای څښلو ته اړ کړو، دوولسم ټولګي ته مو سلام ور واچاوه او له زده کوونکو سره مو څه غورې وکړې، د کتابتون دروازه مو ور خلاصه کړه، کوچنی خو له جالبو مهمو کتابونو ډک کتابتون!

د کتاب د وړلو لپاره منظم راجسټر او حتی د دې کتابتون لپاره ځانګړی مسؤل کس؛ موږ د کتابونو راوړلو ژمنه وکړه، سرمعلم صاحب را باندې غږ کړل:
ـ اوس یو کتاب په نښه کړه، لس کاله وروسته يې پوښتنه وکړه، دلته به وي، دا د مطالعې او کتاب ساتنې لپاره بېخي مطمئن ځای دی!

لابراتوار يې خورا منظم او د ناستو کوټه يې ډېره ښایسته برابره شوې وه!

موږ، نورمحمد انتظار، کرامت الله کاوون، انعام الحق انصاري، دادمحمد ناوک او خیال محمد توحیدیار د دې ادارې د زده کوونکو، اوس د محصیلنو او پوهنې د خواخوږو په پلمه هم د دې جالبې تعلیمي ادارې ننداره وکړه او هم مو زموږ د ټولو د استاد محترم سلطان خېل خاورې زیارت وکړ.

د لېسې د محترم امر غریب‌مل صاحب، سرښوونکي محمد نبي مطمئن صاحب، استاد صالح محمد، قاري صاحب صالح محمد، استاد علي خان او استاد سلطان خېل خاورې له درنښت، مینې او شفقت ډېره مننه؛ د دوی هڅې دي چې حتی زده کوونکو ته يې د مالکیت حس ورکړی دی، په همدې شېبه چې موږ د دې علمي مرکز په ننداره بوخت و، په انګړ کې له رخصتۍ وروسته لا هم زده کوونکو کار کاوه؛ ماته پوښتنه همدا وه، چې زده کوونکي ولې دا ښایسته رنګینې د خپل شوخ طبعیت له امله نه خرابوي، یوه استاد وویل:
ـ دوی پخپله رنګ کړی، دوی دهلیزونو ته فرشونه برابر کړي، دا ښوونځی د دوی دی، نو ولې به يې خرابوي!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x