نظــر

سالم نقد د نظام په ګټه تمام شوی!

خالد ځدراڼ

که موږ غواړو چې په افغانستان کې یو بریالی نظام ولرو، نو موږ به د تنقید زغم ځان کې پیدا کوو، د ولس هر نقد ته به په سړه سینه ځواب ورکوو او د دوی شکایتونه به په ورځنۍ یاداشت کتابچه کې یاداشت کوو، بیا به یې مسؤل شخص ته رسوو.

په نظام کې د ځینو خود غرضه اشخاصو منفي کارونه به د سوشل میډیا (ټولنیزو رسنیو) له لارې څارو او د اصلاح لپاره به یې لاس په کار کیږو، نه داسې چې سالم نقد کوونکی رټو، د منفي کړنو معلومات راکوونکی په داسې الفاظو مخاطب کوو چې هغه بیا په هیڅ صورت زړه نشي ښه کولی چې د نظام منفي اړخ تر موږ راورسوي!

که ووایم چې د تیر رژیم پښې هم ددې له امله په هوا شوې چې په پیسو یې خیاطان کرایه کړل او د سالم نقد په خلاف یې ترې د سپیو کار واخیست، پرته له ښکنځلو یې هیڅ دلیل نه درلود، هغو باندې یې د ترهګر، پنجاپي او ایراني ټاپې ولګولې هم به درواغ نه وي.

ما بریالی لېډر لیدلی چې د ځان لپاره یې یو پلاوی جوړ کړی او هغه پلاوي ته یې وظیفه ورکړي چې زما منفي کړنې زما سره شریکوئ او د حل په برخه کې یې مشورې راکوئ. ددې په بدل کې بریالی لیډر ټاکل شوي پلاوي ته د میاشتې لسګونه زره روپۍ ورکوي تر څو د یاد لیډر کارونه د تل لپاره بریالي او د ملت په ګټه تمام وي.

پښتانه وایی چې د ولس زور د خدای زور دی!

سالم نقد راټونکی لېډر د ولس له سترګو لویږي، د انسان زړه ترې توریږي، دغه تور زړی انسان د ځان بل ملګری هم پیدا کوي او هغه ملګری بیا ورپسې بل هم پیدا کوي، اخر د لېډر څخه د زړونو دغه توروالی په پوره ملت څادر غوړوي چې نتیجه کې یې یو زؤږ جوړيږي، ملت راولاړیږي او د ځان د ازادۍ لپاره په هره معانا د بغاوت میدان ته رادانګي، چې بیا نظام نړیږي او ملت بربادیږي.

زه ډیری ملګري وينم ددې پر ځای چې د تنقید کوونکي سالمه نېوکه تر مشرانو ورسوي، مخامخ مجلسونو کې یې رټي، په رنګارنګ نومونو یې نوموي او ښکنځي یې چې زما په فکر سره دغه عمل نظام ته پرته له ضرر رسولو نور هیڅ شی له ځانه سره نلري.

نو راځئ وروڼو له نن څخه بعد له ځانه سره وعده وکړئ چې د هر سالم نقد کوونکي شیکایت به مسؤل شخص ته رسوو او پدې برخه کې به د افغانستان د بیار رغونې په خاطر په فوق العاده توګه د نوي نظام سره مرسته کوو.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

خالد ځدراڼ صاحب کور دې ودان عزتمند شي . زه دې ملګری یم . غلط چا پسې وایم نه .سالم نقد ځکه کوم چې مسؤل کس خپلې غلطۍ ته متوجې شي او اصلاح ځان کې راولي . د هر نظام غوړه مالان دهغه نظام دښمنان دي یا يې په خپل دې عمل قصدا کندې ته اچوي . او یایې د خپل غلط عمل په وجه ترې ولجه کوي . الحمدالله فطرت مې غوړه مالي نه مني او د خپلو ضرورتونو د پوره کولو لپاره تر الله ج پرته بل چا ته طمع نه کوم .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x