ورزش

نصرت حقپرست خپل استرالیاوي سیال ته ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۰ل): د رزمي سیالیو وتلی افغان لوبغاړی نصرت حقپرست چې په سخت وخت کې میدان ته ښکته شوی و د خپل استرالیاوي سیال پر وړاندې مات شو.

نصرت حقپرست د خپل استرالیاوي سیال ډان هوکر پر وړاندې د رزمي لوبو تر ټولو معتبره سازمان یو ایف سي په ۲۶۶ دور کې نن یکشنبه مخ شوی و چې د دریو پړاوونو په پایله کې یې د نمرو په تفاوت لوبه وبایلله.

په لومړي پړاو کې حقپرست د ۲۱ نمرو په بدل کې ۱۳ راوړې، دوهم پړاو کې د ۱۰ په بدل کې ۴ او وروستي پړاو ته له تلو وړاندې مات شو. دغې لوبې ۳ دقیقې او پنځه ثانیې دوام وکړ.

دغه لوبه د امریکا په لاس ویګاس په ټي ارینا لوبغالي کې وشوه چې زرګونه نندارچیانو هم شتون درلود.

حقپرست چې په سخت حالت کې سیالۍ ته رسېدلی و او دوه اونۍ وړاندې یې مور هم وفات شوې وه، له لوبې وروسته ټينګار وکړ چې ژر به لا غښتلی راستنیږي.

نوموړي له سیالۍ څو ورځې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د امریکا ویزه ترلاسه کړه چې له جرمني څخه امریکا ته د رسېدو سره سم یې د سیالۍ نیټه هم پوره وه، هغه ته د یو ایف سي سازمان له لوري هم ځینې ستونزې رامنځته شوې وې.

باید وویل شې، نصرت حقپرست د یو ایف سي په سازمان کې ۱۷ ځله میدان ته ښکته شوی، چې ۱۳ واره بریالی راوتلی او څلور ځله یې ماتې منلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x