روغتیا

پېښور: د افغان کډوالو کمپونو کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۰ل): په پاکستان کې میشت افغان کډوال وایي چې په کمپونو کې د ډینګي خطرناکه ناروغي ګډه شوې او سلګونه کسان یې نېولي چې حکومت یې پر وړاندې تر دې دمه کوم ګام نه دی پورته کړی.

په پېښور کې د افغان کډوالو شمشتو کمپ اوسېدونکي وایي چې د ډینګي ناروغي نږدې هر کور ته رسېدلې او روغتونونه له ناروغانو ډک شوي دي.

د شمشتو کمپ یو ډاکټر نن ټکی اسیا ته ویلي چې هره ورځ لسګونه کسان روغتونونو ته د هډوکو سختې تبې له کبله چې د ډینګي یو له سترو نښو ده وروړل کیږي او له عاجلې تداوۍ وروسته رخصت کیږي.

د پېښور افغان کمپ اوسېدونکو په وینا، د شمشتو وچنیر او مولوي خالص کمپونو په هر کور کې د ډینګي نږدې یو یا زیات ناروغان شتون لري، چې ډیر یې د هډوکو شدیده تبه لري، او پرلپسې قۍ کوي.

بل لوري ته د خیبر پښتونخوا یالت چارواکي وایي چې په یو شمېر ښارونو کې د ډینګي پېښې مخ پر زیاتېدو دي او د روغتیا متخصصینو ترمنځ یې د خطر زنګونه پېل کړي دي.

د یاد ایالت روغتیایي چارواکي وایي، دوی د ډینګي په کابو کولو کې له ستونزو سره مخ دي، چې عمده لاملونه یې د میاشو پراخ زیاتوالی او د ټول ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د اوبو بندونو شتون دی چې د میاشو نسل زیاتېدو لامل کیږي.

وړمه ورځ د روغتیا په برخه کې د پاکستان لومړي وزیر ځانګړي سلاکار ډاکټر فیصل هم په پلازمینه اسلام اباد کې د احتمالي ډینګي ناروغۍ په اړه وویل چې خلک باید د باران اوبو ته اجازه ورنکړي چې په یوځای کې راټولې شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت روغتیایي چارواکي وایي چې په تېره یوه اونۍ کې نږدې ۱۰۰۰ د ډینګي ناروغان روغتونونو کې په رسمي ډول بستر شوي دي چې ځینې یې په جدي حالت کې دي، خو په کمپونو او لرې پرتو سیمو کې د ناروغانو کره شمېره نشي ښودل کېدلی.

د یادونې ده چې ډینګي ناروغي په ۲۰۱۱م کال کې په پاکستان کې رامنځته شوه چې زرګونه کسان پرې اخته شو، خو د یادې ناروغۍ دوهمه څپه په ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شوه چې له لومړۍ هغې سخته وه او له کبله یې زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx