حشمت خلیل کرزی چې نن په یوه برید کې و وژل شو

حشمت کرزی و وژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشر کرزي تره زوی حشمت کرزی په یوه برید کې و وژل شو.

د قندهار ولایت د والي ویاند دوا خان مینه پال وايي  چې نن سهار شاوخوا  ۱۰ بجې د یو سرتیرhashmat karzai 2 د په کرز کلي کې د نوموړي کور ته ننوتلی او هلته يې واسکټ ته چاودنه ورکړې.

مینه پال زیاته کړې چې په برید کې حشمت خلیل کرزی وژل شوی. تر اوسه په برید کې د نورو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

حشمت کرزی د ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړی و.

یاده دې وي چې کندهار ولایت کې ۳ کاله وړاندې د ۲۰۱۱ز کال د جولايي په ۱۲مه د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی هم په خپل کور کې د ساتونکي لخوا په ډزو ووژل شو.

د پېښې مسئولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخېستی.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د