افغانستان

ترکیې د کابل هوايي ډګر د چارو د تنظیم لپاره د افغانستان په کابینې کې د بدلون غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۰ل): ترکیې د کابل نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالښت لپاره د افغانستان په کابینې کې د بدلون شرط وړاندې کړی او غوښتنه یې کړې چې باید د افغانستان کابینه ټول ګډونه او ښځو ته په کې ونډه ورکړل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا «سي بي ایس» تلویزیون سره مرکه کې ادعا کړې چې د افغانستان د موجوده حکومت کابینې کې ټول قشرونه ګډون نه لري او نه هم دا ټول ګډونه حکومت دی.

نوموړي ټینګار کړی ترڅو چې دغو اندېښنو ته ځواب نه وي موندل شوی ترکیه به افغانستان کې حضور ونه لري؛ خو په خبره یې که چیرې حکومت ټول ګډونه شي بیا به هلته حضور مومي.

که څه هم د ترکیې ولسمشر دا نه ده په ډاګه کړې چې د «اسلامي امارت» لخوا په ګومارل شوې سرپرستې کابینې کې کوم قوم او ډلې ته ځای نه دی ورکړل شوی؛ مګر هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې میرمنو ته د ژوند په ټولو چارو کې برخه ورکړل شي. هغه وايي: کله چې میرمنې د ژوند په بیلابیلو برخو کې فعالې شي، مونږ یې ملاتړ کوو.

اردوغان په داسې مهال د افغانستان «اسلامي امارت» په سرپرستې کابینې نیوکه کوي او د ټول ګډونوالي غوښتنه کوي، چې په نوموړې کابینه کې کابو د افغانستان له هر ګوټ او قوم څخه استازي حضور لري او په کور دننه له پراخ ولسي او سیاسي ملاتړ برخمنه ده.

باید وویل شي چې ترکیې له امریکا سره په همغږۍ پلان درلود له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارې په غاړه واخلي او په همدې موخه هلته خپل پوځیان میشت کړي، کوم کار چې د طالبانو له کلک مخالفت سره وشو او ترکیه مجبوره شوه چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدو سره خپل پوځیان وباسي.

که څه هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وروستۍ جوپې له وتلو سره یادو ځواکونو د کابل هوايي ډګر ټرمینل او اړونده وسائلو ته سخت زیانونه واړول، چې وروسته طالب مسئولینو د قطر هېواد په تخنیکي همکارۍ هوايي ډګر بیرته ورغاوه او دا مهال د هرقسم الوتنو لپاره آماده دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې د کابل هوايي ډګر شته ټولې ستونزې حل شوي دي.

طالبان وايي، د نړیوالو الوتنو د بیرته پیلېدو لپاره تیار دي چې له بهرنیو هوايي شرکتونو سره همکاري وکړي او لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

په نامه طالب دانګریزانودپلان هغه پروژه ده چه دعثمانی خلافی دشکست قدرت یی په جنګ نه درلود نویی داسلام دقرآنکریم دمخ نیوی دپاره دیومنظمی جاهلی ډلی دجوړولودپاره په عربوکی وهابیانواوپه هندستان کی کادیانیانوته (چه اصلاً کمونسټ کفاردی)ډیری پیسی ورک چه دقرآنکریم مخالف جعلی احادیثوکتابونه چاپ کړل اودتبلیغی جماعتوپرنامه یی دغه وهابیان اوکادیانیان وګمارل اوخلک یی ګمراه کړل ویل به یی قرآنکری په احادیثوتشریح کیږی دمسلمانانوتوجه یی دقرآنکریمه واړوله هغه ددوی جعلی احادیثوته خلکومخه کړه دادی چه نن په افغانستان اوپاکستان کی ددوی پروژی په پاکستان کی دجمعیت علمایی اسلام اوجمعیت اسلامی پرنام اوپه افغانستان کی دطالب پرنامه داسلام اوملک دخرابولودپاره… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

اڅکزی صاحب د عثمانی خلافت خبری پریږده. اسلام تنها د غوړو غوړو خبرو نوم نه دی چی ته او ستا اسلام نما غرضی او مرضی ملګری اردوغان ئي خلکو ته وړاندی کوی بلکه د عمل نوم دی ته ما ته دا ووایه چی ستا ملګری اردوغان کوم داسې عمل تر اوسه کړی چی ګټه اسلام او مظلومو مسلمانانو ته چی تراوسه د نړی په ګوټ ګوټ کې د کافرو د استعمار او ډول ډول ظلمونو لاندی شپی او ورځی تیروی رسیدلی وی او د کفارو کمبله ئې له هغه ځای نه د تل لپاره ټوله کړی وی اما برعکس دې… نور لوستل »

طاهر ثابت

ترکیه باید داوزبکو نمایندګی ووینی او نور په ځای کرار کینی. طالبان اوس هم نرمی لری چه داردوګان خبری دسړی خبری بولی.
طالبان باید هڅه وکړی چه تخنیکی کسان پیدا کړی. که خپل نه وی نو بهرنی اشخاص پیدا کړی. پوهیږم دنیا دډیرو متعاقدو تخنیککارانو نه ډکه ده. دحکومت ده نه پیژندلو په صورت کی طالبان باید سختی ورځی ته امادګی ونیسی او کوشش وکړی چه خپل خلک په بل هیواد کی تربیه کړی. افغانستان باید په خپلو پښو زر ودروی.

خوګياڼي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بايد اول پخپل ملک کې د کردانو، ارمنيانو او ګلن په شمول ټول شموله حکومت جوړ کړي بيا دي په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړي. بل دا چې که اردوغان مقصد د افغانستان په حکومت کې د دستم منافق صفته څيرې شموليت وي نو د ځان مشاور دي وټاکي. دستم او لنډغرو جاسوسانو ته د افغانستان په حکومت ځاى نشته. بل اردوغان دوه مخې انسان دئ. په ښکاره د اسلام او مسلمانيت چغې وهي مګر په حقیقت کمال اتاترک په څير ترک نشنلست دئ.

حامد

ترکيه د خير څخه شر. زيات دى

دوى خپله هم همه شمول حکومت نه لرى

او دلته د دوستم او جنبشيانو لپاره
حقوق غواړى

کمک ته هيڅ ضرورت نشته
زموږ د وطن باره کى د شرارت او منافقت پلانونو جوړوى

د امريکا مذدوران قومپرسته ترکيې حکومت بايد کردياتو ته خپل مشروع حقوق ورکړى

او د pkk( پارټى کاريکران کردستان)
مشروعه غوښتنى ومنى
همداسى
د (حزب اسلامى کردستان) ته هم بايد خپل حقوق ورکړى

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x