نظــر

استاد؛ چې فاتحینو تحمل نکړ!

استاد محمد زمان مزمل

څو ورځې مخکې مې خبر واخیست چې له استاد صمیم سره یو کشر طالب په جنجال او شخړه کې کېوتلی او غوښتل یې چې استاد د جلسې په نغد تقریر کې سانسور کړي.

استاد صمیم چې نیمه پېړۍ په یو زاهدانه بېباکۍ کې د لسو تېرو نظامونو سانسور ونه زغمه، موږ عادت شوي یو چې کله هم استاد سټېج خوا روان شوی، یا سټېج کې د خبرو لپاره درېدلی زموږ زړونو به له وراا هوا کوله چې استاد به حتما یوه تازه او وخت ماتوونکې وینا کوي.

استاد له ډېرو پخوا زمانو نه په دې عادت راغلی چې هغه د وخت د مسلط نظام سره په مخالف جاده کې روان وي او د افغانستان خلکو هغه په خپل تېر تاریخ کې هغسې په درنښت وزغمه څومره چې هغه خپله خبره بېباکه، لوڅه او د سانسور کوونکو په خلاف بربنډه کوله.

ښه مې یاد دي چا د اسامه بن لادن یو له سلسله مراتبو ازاد تصویر فیسبوک ته ایستلی وو استاد په یوه لویه جلسه کې پخپل ازاد تبسم وویل:
له دې پرته به یې زړه نه یخېده او همداسې د یو چا سره یې په مشترک شعر کې د وخت د خطر په سیویچو کې داسې لاسوهنه کړې وه چې په شعر په قافیه کې یې داسې کلیمات هم راغلي وو: چې … قربان شم القاعده ځوانان.

په تېر دوران کې په لسهاوو غونډو کې استاد کېدای شي د طالب په حمایه کې بربنډې پرزې ،طنزونه او پاروونکې خبرې کړې وي.

نن چې طالب د امتحان میدان ته ننووت خپل امتحان دې ورکوي د ممتحینینو په نمرو دې سر نه ګرځوي.

د حامد کرزي او اشرف غني په دواړو دورو کې استاد کله هم چې د خبرو موقع موندلې داسې صاف او پاک غږېده چې انسان فکر کاوه دا حکومت او مشران یې هغه هیڅ په حساب نه اخلي او دلته د وخت حکمرانانو، تنظیمونو او هر چا استاد زغمه.

کله چې مې دوه ورځې مخکې د طالب کشرانو معامله له استاد صمیم سره واورېدله ډېر خپه شوم.

په دې هېواد کې دا لومړني فاتحین ندي تر دې دمخه هم فاتحین راغلي وو، هغه څه چې ددغو تکراري فتحو تکرار او ضرورت سټاف کولای شي هغه د فاتحینو قوي تهذیب، قوي تحمل او د اهل قلم علم سره د هغوی د مناسب تعامل خبره ده.

باور لرم کومه خبره چې استاد د سانسور پیغام راوړونکي ځلمي ته وکړه هغه به یې یؤه پېړۍ هېره نکړي.
افغانان هیچاته نه چوپ پاتې کېږي او نه سر ټیټوي آن که د طالبانو اسلامي نظام هم وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

موږ خو چي د تېر د پردو چوپړ وهونکي او ګوډاګي نظام پرمهال ليدل د اسلام، هيواد او خلکو رښتيانيو پوهانو او قلموالو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اشغال او د هغه د ساتندويانو د فرهنګي جګړې مرکز باله او بې له جدي اړتيا دغه وزارت ته هيڅ نه ورتلل، خو دغه آصف صميم په دغه وزارت کي د مشاور په توګه کار کاوه، ښه غوښن امتياز يې درلود او اشغالګرو او د هغو ګوډاګيانو ته يې مشورې ورکولې، نه پوهېږم چي دغسي بې خاصيته او د يردو چوپړي ولي په هر نظام کې ښاغلي وي؟ او په خپله… نور لوستل »

طاهر ثابت

نن اسیا زما خبری سانسور کړی دی. زما انتقاد یی شاید شخصی بللی وی. خو نن اسیا باید پوه سی چه سیاسیون خپل شخصی حیثیت بایلی او دوی دجامعی مال بلل کیږی. دا صمیم له ځانه یو سیاسی کس جوړ کړی او بل سیاسی کس یی تاید کړی. دوی دواړه صمیم په خلکو منی. زه له داسی فکرو سره زیات مخالف یم. هیله ده نن اسیا زما لیکنه بیرته له سانسور نه وباسی. هغه یوازی دصمیم په هکله نه ده هغه دهرچا لپاره ده چی دصمیم په توګه یو تشنج جوړوی.

شالو

استاد محترم ښه ورته وایی. دوی باید د قلم والو، مسلکی خلکو فرهنګی شخصیتونو لکه صیمیم صیب……. احترام وکړی او په درنه سترګه ورته وګوری. دا کور د ټولو ګډ کور دی. په دا کور که هر څوک باید با ابرو او عزتمند ژوند ولری هغه که د هر فکر والا وی. یارانو!! نور د خیاطي، مبالغی ……وخت تیر شو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x