دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي نظام اهداف

شمس الرحمن اورياخېل

د اسلامي نظام اهداف ټول کټ مټ همغه اهداف دي کوم چې د اسلامي شریعت دي.

امام غزالي رحمه الله فرمايي: د مخلوق د خیر ښېګڼې لپاره شریعت پنځه اهداف ټاکلي دي، چې ذکر یې په لاندې ډول ده:

۱- د دین ساته.
۲- د نفس ساتنه.
۳- د عقل ساتنه.
۴- د ناموس ساتنه.
۵- د مال ساتنه.

د دې هر یو هدف به  مختصر تعارف وکړو:

اول هدف:  “ددین ساتنه”
اسلامي نظام به د دین ساتنه او د هغې تطبيقول په داسې شکل کوي چې د الله تعالی احکام او د هغه شريعت د ژوند په ټولو اړخونو، په ټولو مراحلو او ټولو حالاتو کې پوره پوره نافذ او عملي شي.

دویم هدف: “د نفس ساتنه”
د اسلامي نظام د اهمو اهدافو څخه دویم مهم هدف د بشري نفس ساتنه ده، ددې لپاره چې بشري نفس په اسلام کې یو مهم عنصر دی، نو د مختلفو اړخونو او جوانبو څخه د هغه د حمايې او ساتنې او د بېګانه تجاوز څخه د هغه دفاع کولو لپاره اسلام متعدد احکامات صادر کړي دي، مثلاً د انسان د قتل مقابله کې یې په قاتل قصاص، دیت او کفاره لازمه کړې ده.

دریم هدف: ” د عقل ساتنه”
اسلامي نظام کې د اهمو اهدافو څخه دریم هدف د هغو معنوي او مادي ټولو اسبابو څخه د انسانانو عقلونه ساتل دي کوم چې په دوي ناوړه اغېز کوي،د همدې امله زمونږ دین شراب او نور ټول مسکرات حرام کړي دي چې د انسان بدن او په خاصه توګه عقل ته زیان رسوي.

څلورم هدف: ” د ناموس ساتنه”
اسلام د ناموس د محفوظ ساتنې لپاره ډېر احکام او قوانين مقرر کړي دي چې شروع یې له نظر ښکته کولو څخه کیږي او همدا رنګه یې یو بل ته د ناموس منځلاري او داغداره کول منع ګرځولي او مرتکب باندې به یې حد قذف جاري کیږي.
همدغه راز یې په هغه چا حد زنا مقرر کړې څوک چې د بل په ناموس تجاوز وکړي.

پنځم هدف: ” د مال ساتنه”
اسلام د مال د خوندي ساتلو لپاره هم یو شمېر احکام مقرر کړي.
مثلاً:  غلا یې حرامه ګرځولې او په غل یې د غلا د حد تنفيذ لازمي کړی او لاره شکونه یې هم حرامه ګرځولې او لارې شکونکي یې د الله دښمنان بللي.
بهدادين اسلامي نظام باید د عامه اموالو پوره ساتنه وکړي او خلکو ته د خلال مال د ګټلو زمینه سازي وکړي.

پای

ماخذ: السیاسة والادارة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دطالبانو او نورو اسلامپالو نه هیله ده چه که په عربی پوهیږی په هغه ژبه لیکل سوی کتابونه په پښتو یا فارسی ترجمه کړی چه له دی نوی علمی شعبی نه عام او خاص خلک خبر سی. همدا علم دغربی افکارو دردولو لپاره دوا ده او دنوی اسلامی حکومت لپاره لیارلیک کیدای سی. هیله ده طالبان، ملایان، قاضیان او مفتیان دمقاصد شریعه په هکله پوره مطالعه وکړی. په اصولو کی دا پوره خبری امام غزالی دخپل استاد الجوینی نه زده کړی او په هغه یی نور فکر کړی دی. الشاطبی چه غوښتل مالکی او حنفی فقه سره نیزدی کړی دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x