نظــر

پر دې اوسنيو لويو نعمتونو شکر وکاږئ!

عبدالمالک همت

له بده مرغه دا څه له پاسه څلوېښت کاله د نړۍ د دوو زبرځواکو قدرتونو روس او د هغه متحد کمپ، امريکي او د هغې متحدو هيوادونو او د هغو د ټيټو او زبونو جاسوسانو او ځيره خورانو له خوا زموږ پر دې وروسته پاته هيواد او د دې هيواد پر دې بې وزلو خلکو داسي ځناورانه او له قساوته ډک ظلمونه وسول، چې پخوا نه چنګېز کړي وه، نه هټلر، نه انګرېز او نه بل ظالم. د دغو فرعون صفتو نيواکګرو ځواکونو په وړاندي د ګران هيواد د ګوټ ګوټ باتورو او اتلو خلکو داسې اتلولي او له برمه ډکې مجاهدې او مبارزې وکړې، چې هم په خپله دغو ښکېلاکګرو او هم نړۍ والو ګوته په غاښ ورته نيولې ده او هم به د دې د حاجي ميرويس خان نيکه او لوی احمدشاه بابا رحمة الله عليهما د بچيانو دا اتلوالۍ کارنامې زموږ او د نړۍ تاريخ ليکونکي په زرينو کرښو وليکي.

لوی څښتن جلت عظمته د دې هيواد چي د امپراتوريو هديره ده او د دې نه ماتېدونکي ولس او د هغو د مولوي صاحبانو، پوهانو، قلموالو، سياستوالو او اديبانو په مټ پر موږ داسې يو لوی نعمت ولوراوه، لکه د هيواد او هيواد والو د آزادۍ او خپلواکۍ بيرته ګټل، چي زموږ د ټولو نېکمرغيو سرچينه باله سي، شعر:

ازادي تر باچاهیه لا تیری کا
چي د بل تر حکم لاندي شي زندان شي.

( خوشال خټک )

د دې ترڅنګ لکه چي وينو او پوهېږو زموږ په هيواد کي د جنګ جګړو، غلاوو، ناامنيو، قومي، سمتي، ژبنيو او سياسي کرکو او نفرتونو او په دولتي ادارو او نورو کي د بې عدالتيو، ډول ډول فسادونواو بډي خوړلو ټغر د تل لپاره ورټول سو او اوس په سرترسره هيواد کي دا چاري پخواني کيسې وګرځېدلې.

تر ټولو لويه خوشالي او نېکمرغي لا داده چي زموږ د کورنيو دښمنانو د شر او فساد ځالي او هرلور د واک او قدرت جزيرې چي زموږ ګران هيواد او درانه خلک يې دا ډېر اوږد مهال د ډول ډول ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي ول داسي را وپرځول سوې او دغه طفيلي خاينان او اوباشان يې د ابد لپاره داسي تاش په تاش کړل، چي بيا دا دنيا وي دغه بزدله او لاپوک عناصر به د افغان او ګران افغانستان نوم په بې ادبۍ نه اخلي.

لنډه دا چي لوی څښتن د افغانستان د اسلامي امارت په واکمن کولو سره واک بې وزلو پرګنو ته کوم چي د هيواد شاوخوا پنځه نوي سلنه وګړي جوړوي او د هغه اصلي او رښتياني خاوندان دی ولېږداوه.

اوس الحمد لله د دې هيواد ټول هغه بېوزلي او محروم وګړي چي د هيواد په ۹۵ سلنه اورشو کي يې د دې هيواد د بهرنيو او کورنيو دښمنانو تر ظلم او ډول ډول بمباريو، وحشيانه وسله والو بريدونو او شپنيو چاپو او ظلمونو او بې عدالتيو لاندي د وير او کړاوه ډکي شپې ورځي تېرولې، عزيزان يې يا وژل سوي او يا په زندانونو کي پراته وه او د ژوندانه له ډېرو ادنی او ابتدايي نعمتونو څخه بې برخي ول له دې ټولو نادودو څخه فارغه، آرام او سوکاله ژوند تېروي او د دښمنانو له ګردو شرارتونو او پدولتونو څخه وژغورل سول.

طبيعي ده چي په تېرو څه له پاسه څلوېښتو کلونو کي د هيواد هر څه ويجاړ سوي، اقتصاد مو صفر ته تنزل کړی، بې کاري او بې روزګاري ډېره وه او ده، بهرنيانو د مرستو پر ځای پټو او ښکاره دښمنيو او تخريبکاريو ته زور ورکړي او کورني له واکه راپرځېدلي عناصر هم کرار نه دي ناست او ډول ډول تخريبي او زهرجن تبليغات کوي چي دې وضعي د نوي دولت په وړاندي ستونزي او په چارو کي څه نيمګړتياوي رامنځ ته کړي دي. چي دا د دې تقاضاکوي چي د هيواد پوه او رښتيني خدمتګاران، په تېره ځوانان د دې ستونزو په اوارولو کي د خپل ملي اسلامي دولت سره وړ او پر ځای کومکونه وکړي، ګډ کار ورسره وکړي، اړوندو چارواکو ته ښې او رغندي مشوري ورکړي او په رغندو او سالمو نيوکولو سره يې مرسته او لاسنيوی وکړي.

موږ ته نه ښايي چي له هيواد څخه د شړلو سوو اشغالګرانو او د هغو د خلع سوو ګوډاګيانو د درواغجنواو پوچو تبليغاتو تر اغېز لاندي راسو او زموږ خپل حکومت ته موږ پخپله ستونزي راولاړي کړو.

موږ هر يوه ته ښايي چي د يوه رښتيني مسلمان او افغان په توګه د خپل حکومت ملاتړ ته ودانکو او پردې د خدای سبحانه له خوا پر را په برخه سوو لويو سوبو او سترو نعمتونو شکرونه وکاږو.

په دې اړه لومړی زما هغو کسانو ته چي تخريب کوي د هيواد د يوه خواخوږي سپين ږيري په صفت دا توصيه ده چي د ګران هيواد په پردو دښمنانو پوري نوري هيلي ونه تړي، د خپلو مظلومو مليوني پرګنو پلو ونيسي او د خپل ملي، اسلامي حکومت سره يو ځای د هيواد او ولس چوپرته ملا وتړي، د هيواد پر آزادۍ او د تېرو ناخوالو پر پای ته رسېدو شکر وکاږي، په دې صورت کي به يې ان شاء الله په دې او هغه دنيا کي نېکمرغي په برخه سي، لوی څښتن فرمايي:

﴿ مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا ﴾ [النساء: 147].

ژباړه: که تاسي شکر وکاږئ (خپل کړه وړه سم کړئ) او (په صحيح معنا په ظاهر او باطن کي پر خداى او پيغمبر) ايمان راوړئ، نو الله به څله عذاب درکوي؟ (الله خو غني ذات دى ، هغه ستاسي عذاب ته څه اړتيا نه لري،  بلکي هغه تاسي ته ستاسي د ګنهونو له امله عذاب درکوي) او الله (د هغه چا په نسبت چي پر نعمتونو يې اعتراف وکړي) ډېر شکر منونکى دى  (او) د ټولو په حالاتو (عملونو او نيتونو) په بشپړه توګه پوه دى.

نور ټول هيوادوال خاص دي که عام ښايي د لوی څښتن پردې راباندي لورولو نعمتونو شکر وباسي، پر ځينو موقتي ستونزو او ناسمو صبر وکړي او کوښښ وکړي چي چارواکو ته د ښو او رغندو مشورو په ورکولو سره د خپل حکومت ملاتړ وکړي، دوی دي د قرآن کريم دغو آيتونو ته ځير سي:

﴿ وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴾ [الأنفال: 26].

ژباړه:  او (اى مومنانو! پر تاسي باندي د لوى څښتن هغه نعمتونه) در په ياد کړئ چي تاسي په شمېر لږ واست، خلکو په (خپله) ځمکه کي کمزوري (ضعيف او بې وسه) ګڼلاست (د بل تر حکم لاندي خوار، مقهور او مغلوب واست)، تاسي وېرېدلاست چي خلک (ستاسي دښمنان، کفار) به (ډېر ژر او په آسانۍ سره) تاسي وتښتوي(يعني تاسي به مغلوب کړي). خو الله تاسي ته د پناه ځاى درکړ او په خپله مرسته يې (ستاسي پر دښمنانو باندي د جګړې په ډګرونو کي بريالي او) پياوړي  کړلاست او د پاکو شيانو څخه يې روزي درکړه (چي د هغو په جمله کي ولجې هم وې)، چي تاسي (د لوى څښتن پر درکړې روزي او نعمتونو باندي) شکر وکاږئ (، اطاعت يې وکړئ او د جهاد په لار کي زيار وباسئ، څو خپل نعمتونه درباندي زيات کړي او د الله سبحانه د نعمتونو ناشکري مه کوئ، که مو داسي وکړه هغه در څخه اخلي او په خپل عذاب مو اخته کوي).

بل ځای فرمايي:

﴿ وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ ﴾ [إبراهيم: 7].

ژباړه او هغه مهال درياد کړئ چي ستاسي پالونکي څښتن په څرګندو ټکو کي خبر درکړ چي: که (پر هغو نعمتونو باندي چي پرتاسي مي پېرزوکړي دي) شکر وکاږئ، نو خامخا به پرتاسي باندي خپل (دغه) نعمتونه  (او خپل فضل) نور هم زیات کړم او که زما د نعمتونو (انکار او) ناشکري وکړئ، نو زماعذاب (هغه چاته چي د نعمتونو انکار او ناشکري کوي) خورا ډېر سخت دی.

الله دي موږ ټولو ته د شکر کښلو او د خپل دين، هيواد او خلکو د خدمت توفيق راکړي.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

استاد محترم! ستاسی مشوره د سر به سترگو خو ستاسی هم د یوه عالم او هم د یوه سپینژری په صفت د هغه مشران ته کوم چه تصمییم نیونکی ده مشوره ورکړی چه څو کار اهل کار ته وسپاری. او خپل خواهشات او صلیقه د دین په نامه په خلکو تیر نکړی. زه خو وایم کوم ترتیب چه دوی د حکومت ولی اړوند روان کړی دا ممکن خپله خپل ځان ته ضرر ورسوی. په دا ملک که ښه تقواداره پوه خلک شته چو دوی باید باور پری وکړی. درنښت.

عبدالمالک همت

مننه وروره ! په دغه نن ټکي اسيا کي ما تر دغه سرليک لاندي نا اهلو ته دندې سپارل لوی خيانت دی خپل نظر ورته ويلی دی. والسلام

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x