افغانستان

د حصارک ولسوالۍ پر مرکز او امنيتي پوستو درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۷مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې نن سهار وختي طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز او دفاعي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

راپورونه وايي، چې د ولسوالۍ پر مرکز او دفاعي پوستو له څلورو خواوو درانه بريدونه پيل شوي، چې تر اوسه پکې شپږ امنيتي پوستې له منځه وړل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې اوس هم خونړۍ جګړه روانه ده.

سيمې څخه يو ځايي اوسيدونکي نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې د نوم نه ښودلو په شرط و ويل، چې طالبانو له پخوا د نوموړو بريدونو لپاره پلان جوړ کړی و او د يادې جګړې لپاره يې له شاوخوا ولسواليو څخه هم خپل ملګري راغوښتي دي.

د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي هم د نوموړې پېښې پخلی کړی او وايي، چې طالبانو سهار وختي د حصارک ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

نوموړي د پېښې په اړه د زياتو جزياتو له ورکولو ډډه وکړه.

د سيمې اوسيدونکي وايي، چې د جګړې ځای کې د دولسو عسکرو مړي او ګڼ نور ټپيان پراته دي او بل پلو دوه طالبان وژل شوي او درې ټپيان دي.

د ځايي خلکو له قوله سيمه کې پوځي چورلکې او جيټ طيارې پروازونه کوي او د درنې مرګ ژوبلې امکان شته.

نوموړې جګړه کې تر اوسه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې

د نورو جزياتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x