شعـــــرونه

زبون دښمن/ نومير

فدا محمد نومير

دا وطن د هزاره او د پښتون دی
د تاجک ترکمن د پلار او نيکوتون دی

پشه يي، بلوڅ، معمار د دې قلا دي
په ورانۍ يې هر افغان په زړه مفتون دی

پاميرپان، ايماق، سادات دي ددې خاورې
د غليم په وړاندې سپر يو يې شبخون دی

نورستان، براهوي، ګوجر دې وړونه
قزلباش خواجه قرقيز دلته يې شتون دی

کتاب يو، پيغمبر يو، قبله يوه ده
شکر خدايه د همه و يو قانون دی

غليمان ورپکې درز او نفاق غواړي
هر دښمن د افغانانو خوار زبون دی

دا هيواد د ټولو کور د ټولو ګور دی
يو سنګر يو يې مورچل يو يې تړون دی

ابادي د نر او ښځې څخه غواړي
دې کلام باندې د ټولو پيوستون دی

چنارونو ټال کې بيا نجونه ټاليږي
اباسين غاړه غړيه تر جيحون دی

تر ابده تيارې ټولې له اسمان سوې
راښکاره صبح کاذب کې سباون دی

ګړندی کاروان روان دی پرمختګ کړي
په تسخير د سيارو د خلکو يون دی

اطاعت د امرأ فرض پر رعيت دی
آمير هم د خپل رعيت په شان د شپون دی

په تقليد د شرق ځوانان دي د غربيانو
د نومير له دې تقليده خوړين لړمون دی

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x