افغانستان

اشرف غني: اسحق زى د افغانستان استازى نه دى؛ نړيوال دې د نوي حکومت سره تعامل وکړي

نن ټکى اسيا( دوشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۰): پخوانى ولسمشر محمد اشرف غني د خپل فسبوک له لارې په يوه پيغام کې ويلي چې په ملګرو ملتونو کې د دافغانستان په استازيتوب ويناکوونکى غلام محمد اسحق زى نه د افغانستان او نه هم دده استازى دى او نړيوال دې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي.

اشرف غني زياته کړې چې دده د حکومت چارواکي د افغانستان استازيتوب نشي کولاى.

هغه ويلي چې تېر حکومت «په افغانستان  یوه سلنه واک هم نه لري خو لا هم په نړۍ کې ځینو هیوادونو پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو او په هیواد کې د نوي بحران د رامنځته کولو لپاره هڅوي او نړیوالو غونډو ته یې رابلي، چې په دې ډول د هیڅ قانون له مخي دوی د افغان ولس او حاکم حکومت استازيتوب نه شي کولای.»

د اشرف غني په وينا غلام محمد اسحاق زی نن ورځ په داسې حال کې د ملګرو ملتونو غونډي ته وینا کوي چې تر شا یې هیڅ حکومت او ولسي ملاتړ شتون نه لري.

اشرف غني ټينګار کړى چې نړیوال ددې پر ځای چې د افغانستان د ملت څخه لري شي باید د اوسني حکومت سره تعامل وکړي، ددوی سره مرستي وکړي، د افغان ولس کنګل شوې بودیجه ورکړي او په رسمیت یې وپېژني.

 

یادونه: د دغه راپور تر نشر څه شيبه وروسته اشرف غني ته منسوب ټويټر ولیکل چې فیسبوک پاڼه یې هیک شوی ده. دغه  لیکنه اوس د اشرف غني له فیسبوک پاڼې هم حذف شوې ده او تر دې دمه معلومه نه ده چې په دواړو پاڼو کې کومه یو د اشرف غني په لاس کې ده. اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د اشرف غني دا څرګندونې مثبتې او د قدر وړ دي
متاسفانه اشرف غني د جنایتکار امرالله صالح په لاس ولوبېد
پورته څرګندونې یې خپلواکې مالومیژي
له مشرانو هیله کوو د امکان په صورت او له نړی سره د تعامل او د هیواد د مصلحت په پار اشرف غني د یوه اقتصادي کارپوه په عنوان راپخولا او د عفوې له مزایاوو برخمن کړي.

طاهر ثابت

همداسی دسړیتوب خبره یی دنر خبره ده. خدای دی وکړی همدا یی قصد وی او همداسی مبارزه وکړی چه ګوندی هغه چه په خپل حکومت کی باندی ناتوانه وو هغه دطالبانو په مرسته افغانانو ته عرضه کړی.
هغه دی دغلا تورونه سپين کړی او یا دی هغه بیرته طالبانو ته ورکړی. بیا دی دځینو خلکو له وینا سره سم دافغانستان داقتصاد چاری وطالبانو ته ور زده کړی.

ُطاهر

بیشکه غنی بابا. چی بیا د هم وطن دوستی وښوده. طالبان باید اشرف غنی دعوت کړی او کار تر واخلی. غنی چی هر څه دی خو وطن پری ګران دی او د کار سړی هم دی. طالبانو ورڼو نه هیله ده چی غنی هرڅه زر کابل ته را وبولی او مشوره تر واخلی او په اقتصادی چارو کی مرسته تری واخلی او همدا راز اشرف غنی به مرسته وکړی چی مشروعیت نوی حکومت ته ور انتقال کړ. دا ډیر ښه او طلایی چانس دی.

محمد حقاني

لومړی ځل دی چي د اشرف غني څځه حق خبره اورم الله عزوجل دي وکړئ چې خپلو ټولو تیر سوو کړو ته متوجه سي د خپل ځان او د ټول ځپل سوی قوم لپاره په زړه پوری ایډیا ورکړئ او د الله جل شانه لاره ونیسي د خپل ټوکر ټوکر سوی ملت لپاره په رشتیا چوپړ وکړئ او قوم ته د نورو د تقلید څخه د راګرځیدو توصیه وکړئ

Sayed

It looks like that it’s fake and false statement. The ISI had mage another false and decisive attempt for recognition of their puppet office in Kabul. Panjab tries to get legality for the Taliban and on the other hand they demolished them as well. Have a listen to the Imran Khan Exclusive Interview with the BBC.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x