افغانستان

اشرف غني پر ټویټر: فیسبوک مې هک شوی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۰ل):پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته منسوبې ټویټر پاڼې د فیسبوک هغه لیکنه چې په کې یې ویلي وو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازیتوب وینا کوونکی غلام محمد اسحق زی نه دده او نه د افغانستان استازی دی، رد کړې ده.

اشرف غني پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې د پرون راهیسې يې فیسبوک پاڼه هک شوې ده او د پاڼې تر لاسه کولو پورې له فیسبوک څخه نشر شوي مطالب د اعتبار وړ نه دي.

د ټویټر تر دغه پوسټ لږه شېبه وروسته د اشرف غني د فیسبوک پوسټ هم حذف شوی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې په دواړو پاڼو کې کومه یوه د اشرف غني په خپل واک کې ده.

اشرف غني ته منسوبې دغه لیکنه کې راغلي ول چې تېر حکومت په افغانستان یو سلنه واک نه لري او دوی د حاکم حکومت استازیتوب نه شي کولای.

په لیکنه کې ټینګار شوی و چې نړیوال دې د افغانستان د حکومت سره تعامل وکړي او د افغان ولس کنګل شوې بودیجه دې ورکړي او هم دې حکومت په رسمیت وپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د شر او فساد حرامزاده تفکر اوس هم د اشرف غني د خپلواکو څرګندونو مخنیوی کوي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x