نړۍ

دصومالیی په پلازمینه مقدیشو کی چاودني درنه مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۴)خبرکی راغلي  چي نن غرمه دصومالیی په پلازمینه مقدیشو کی یوه درنه چاودنه رامنځ ته شوه، سرچینی وایی چاودنه دمقدیشو په ښارکی دولتی ودانیوته څیرمه دیوموټربم په واسطه رامنځ ته شوی ده، په چاودنه کی تراوسه پوري ۶۵ کسه وژل شوی او له ۵۰ څخه زیات ژوبل شوی دي.

درویټرخبري رسني په ښارکی دامبولانسونو دکنټرول او انسجام داداري له لوري خبرورکړی دي چی تراوسه پوري ۶۴ وژل شوی دی اوله ۵۰ څخه زیات کسان ژوبل شوی دي، خبرزیاته وي چي تراوسه پوری لادپیښي له ځایه سره دنورو وژل شویو اوژوبلو کسانو دموجودیت امکان شته ځکه چاودنه ډیره زوروره وه ډیري وداني نړلیدلي دي چي بیړني مرسته کونکی تراوسه پوری دوژل شویو اوټپیانو په را ایستلو بوخت دی.

ویل کیږي په وژل شویو اوټپيانوکي عسکر، زدکونکي اوعام خلګ شامل دي، درویټرخبري اژانس خبریال له سیمي څخه خبرورکړی وایی کوم ځای کی چی چاودنه رامنځ شوی ده هغه د ک۴ په نامه سره یادیږي چیري چی دڅلورو مهمو وزارتونو وداني موجودی دي، نوموړی زیاته کړه په وژل شویو اوژوبلو کسانو کی دزدکونکو خبري ځکه کیږی چی همدغه ورځ باندی یاده سیمي کی زدکونکي دامتحانونو لپاره راټول شوی وو.

اوهمدارنګه ویل کیږی چی ک۴ سیمه کی زیات شیمر افریقایی سوله ساته اوکورنی عسکرمیشت دی، له سیمي څخه عیني شاهدان وایی امبولانسونه لیدل کیږی چی به لسګونو مړي اوژوبل کسان دروغتونونوپه لورلیږدوي اوهمدارنګه ډیری عسکر دچاودني له ځایه څخه دخاورو اوډبرو په پورته کولو بوخت دی ترڅو نورټپیان اومړی له خاروڅخه راوباسي.

په صومالیه کی دحرکت الشباب جهادي ډلي دپیښي پړه په غاړه اخیستی ده، شنونکی وایی له هغه څخه وروسته چی دروان کال داګست په میاشت کی افریقایی سوله ساتی اوکورنی ځواکونه په دی باندی وتوانیدل چی دحرکت الشباب المجاهدین ډلي وسلوال کسان دصومالیی له پلازمینی مقدیشو څخه وباسي، دغی ډلي په هیواد کی دافرقایی سوله ساتی او همدارنګه کورنیو ځواکونو په وړاندي په خونړیزو سرښندونکو اونورو بمي بریدونو باندی لاس پوري کړی دي.

درویټر خبري اژانس دحرکت الشباب المجاهدین دویاند له قوله خبرنشر کی دی چي په صومالیه کی حرکت الشباب المجاهدین ډلي هوډ کړی دي چی یوپه بل پسی به ددولت وزارتونه تربریدونو لاندی راولي.

شنونکی وایی تیرکال چی کله په صومالیه کی افریقایی سوله ساتی ځواکونه له کورنیو ځواکونوسره یوځای په دی وتوانیدل چی دحرکت الشباب وسلوالي ډلي جنګیالي له پلازمیني څخه وباسي، دحرکت الشباب ډلي له لوری حکومت ته خبرداري ورکول شوی وو، چی هیواد کی به جنګ ختم نه شي،  بلکه حرکت به په خپلو جنګی تکتیکونوکی بدلون رواولی اودافریقایی ټولنی دسوله ساتو اوکورني عسکرو اودولتي لوړرتبه مامورینو په وړاندی به په سرښندونکو بریدونو باندی لاس پوري کړی.

 دوه کله مخکی هم په یوه سرښندونکی بریدکی چی دصومالیی په پلازمینه مقدیشو کی دفارغینو دشهادت نامو دتقسیم دغونډی پروخت رامنځ ته شوی وه، دری تنه وزیران دغونډي له نورو برخه والو سره یوځای ووژل، اوهمدارنګه دروان کال دجنوري په میاشت کی دیوه سرښندونکی برید له کبله دصومالیی دکورنیو چاور وزیر ووژل شو.

دیادولو وړده چی تراوسه پوري لادصومالیی هیواد ډیرو پراخوسیموباندی دحرکت الشباب المجاهدین دسلوالو ولکه ده، په خاصه توګه دصومالیی سویلی برخوکی  دغه ډله ډیره سرګرمه ده چی اکثره سیموکی یی اسلامی شرعی قانون پلی کړي دی، ویل کیږي دغه ډله په صومالیه کی له ۱۴ زرو څخه زیات وسلوال جنګیالي لري، دصومالیی حکومت تورلګوي چی دحرکت الشباب المجاهدین وسلواله ډله له القاعدي سره نژدی اړیکی لري، خو ددغي ډلي له لوري په وار وار سره دحکومت هغه ادعاوي چی ډله یی له القاعدی سره نژدی اړیکی لری ردکړل شوی دی.

شنونکی وایی دحرکت الشباب المجاهدین ډله دافغانستان دطالبانو له اسلامی تحریک سره ورته والی لري، ځکه چی دغه دواړي ډلي په هیواد کی د بهرنیانو له لوري رامنځ ته شوی  لاسپوځی اداري د راپرزولو په وړاندي په وسلواله جګړه لاس پوري کړی، په افغانستان کی افغانی طالبان دامریکایانو اودهغوي دملګرو په وړاندی جهاد اعلان کړی دی، اووایی چی بهرنیو ځواکونو یی هیواد باندی یرغل کړی دی، همدارنګه په صومالیه کی دحرکت الشباب المجاهدين ډله وایی چی دافریقایی ټولنی وسلوالو ځواکونویی هیواد باندی یرغل کړی اوپه وړاندی یی دجهاد اعلان کړی دی.

همدارنګه ویل کیږی چی دحرکت الشباب المجاهدین ډله په هیواد کی له یوي بلي اسلامی ډلی (دصوفيانوله ټولني)چي داهلسنه والجماعه په نامه سره یادیږي سخت اختلافات لري.

دحرکت الشباب المجاهدین ډلي اوسنی مشر ابراهیم جامع میعاد نومیږی چی په ابراهیم الافغانی سره هم شهرت لري.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x