دیني، سیرت او تاریخ

فرض کلمه په قرآنکریم کې

احمد الله عاطفي

د فرض او ورته کلمو ذکر په قرآنکریم کې شاوخوا په اتو(۸) آیتونو کې شوي.

قال الله عزوجل:الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ.(البقره:۱۹۷)
ژباړه: د حج څو معلومې میاشتي دي، نو چا چې په دې کې حج (په ځان) فرض کړ، نو بیا په حج کې نه له مېرمنو سره نږدېوالی شته، نه فسق او ګناه او نه جدال او شخړې او د خیر هر کار چې وکړئ الله ورباندې پوهیږي او توښه درسره واخلئ چې ښه والی د توخې ځان ساتل دي او له ما وویرېږئ ای د عقل خاوندانو.

(فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ: نو چاچې په دې که حج پر ځان فرض کړ) دلته د فرض لپاره متعددې معنی ګانې غوره شوي.
په لنډ ډول: واجب او لازم ګرځول دي.

په ځان يې د حج پریکړه وکړه یعنې احرام يې وتړه، دلته د حج معنی په پریکړې شوې.(عزیز التفاسیر)

له عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) نه دوه روایته نقل دي: د حج او عمرې احرام تړل دي، له احرام نه وروسته لبیک ويل دي، د یو شمیر نورو بزرګانو هم دا قول دی.

حضرت عطا فرمايي دلته له فرض نه مراد احرام تړل دي، د ابراهیم او ضحاک هم دا قول دی.( تفسیر ابن کثیر)
قال الله عزوجل:لَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ.(البقره:۲۳۶)
ژباړه:په دې کې هم پر تاسو کومه ګناه نشته چې ښځې له نږدیوالي یا دوی ته د مهر له ټاکلو وړاندې طلاقې کړئ، خو څه مال متاع ورکړئ، په توانمن د خپل توان اندازه او په نیستمن د خپل وس په اندازه، مناسبه متاع په غوره توګه، دا یو حق دی په محسنينو.

فَرِيضَةً: دلته د مهر معنی افاده کوي ) (
قال الله عزوجل:وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ.(البقره:۲۳۷)
ژباړه:او که مو تر نږدیوالي وړاندې هغه وخت طلاقې کړې چې کوم مهر مو ورته ټاکلی وي نو ددې مهر نیمايي دی، مګر دا چې ښځې ترې تېرې شي او یا هغه کس تیر شي چې د نکاح غوټه يې په لاس کي ده او که عفوه وکړئ، دا تقوی ته نږدې ده او په خپلو کې فضل او احسان مه هېروئ، بې شکه چي الله ستاسو د کړنو ښه لیدونکی دی.

(فَرِيضَةً: نه دلته مراد مهر دی)
قال الله عزوجل:سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ.(النور:۱)
ژباړه:یوه ځانګړې سوره چې موږ فرض کړې ده او په هغې کې مو څرګندونکې نښې نازلې کړي چې پند واخلئ.

د دې سورې په احکامو عمل فرض ګرځول شوی او په قطعي توګه لازم، دلته د (وَفَرَضْنَاهَا: معنی دی فرض او لازم کړی شوی)
قال الله عزوجل:إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ.(القصص:۸۵)
ژباړه:يفیناً چاچې پر تا دا قرآن فرض کړی حتماً تر موعود مقامه ستا رسوونکی دی، ووایه! زما رب هغه څوک ښه پیژني چې له لار ښوونې سره راغلی او هغه چې په څرګندې بې لارۍ کې دي.

دلته (فرض د فرض په معین معنی افاده شوې)
قال الله عزوجل: مَا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَقْدُورًا.(الاحزاب:۳۸)
ژباړه: پر پیغمبر په هغه څه کې هیڅ حرج نشته چې الله ورته ټاکلي، د الله هغه سنت چې تر دې وړاندې تیر شوی او د الله آمر په ټاکلې توګه سرته رسیدونکی وي.

دې مبارک آیت کې (فَرَضَ: د ټاکلي په معنی ایفاده شوی)
قال الله عزوجل: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُؤْمِنَةً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَنْ يَسْتَنْكِحَهَا خَالِصَةً لَكَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا.(الاحزاب: ۵۰)
ژباړه:ای نبي! تاته مو ستا هغه میرمنې روا کړي دي چې تا يې مهر ورکړی او ستا هغه وینزې چې الله درباندي پیرزو کړي دي، او ستا هغه او ستا هغه تړلې، د ترندو لوڼې دي، د ماما لوڼيدي، د توړیو(خاله ګانو) لوڼې دي چې له تا سره يې هجرت کړی دی او هغه مؤمنه میرمن چي غواړي خپل نفس پیغمبر ته وبخښي، خو که پیغمبر وغواړي هغه په نکاح کړي، دا خاض ستا لپاره دي، نه د (ټولو) مؤمنانو لپاره، موږ په یقین سره پوهیږو چې پر دوی مو د خپلو میرمنو او وینځو په اړه څه فرض کړي، تر څو پر تا کومه تنګسه نه وي او الله مهربان بخښونکی دی.
(مَا فَرَضْنَا : فرض کړي دي موږ، مقررات ټاکلي دي.)
قال الله عزوجل:قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ.(التحریم:۲)
ژباړه:یفیناً چې الله تاسو ته د قسمونو پرانیستل مقرر کړي دي او الله ستاسو مولا دی او هغه با حکمته پوه دی.
فَرَضَ اللَّهُ: دلته د فرض د ټاکلو او پرانستلو په معنی افاده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x