نظــر

د خپلواکۍ بيا حاصلولو او اشغال د ختم نه، درسونه او پنډونه‎‎ «لومړۍ برخه»

د، ب، هيښ

د افغانستان تاريخ د ډېرو لويو تحولاتو او حوادثو نه ډک دی، چې نه يوازې ملي، بلکې جهاني ابعاد هم لري.
په دې وطن د جهان ستر نظامي او سياسي قدرتونو ( سکندر ، چنګيز ، مغل ، انګريز ، شورويان او په دې وروستيو کې د غربي هېوادونو شريک- -اشري -نظامي تجاوز ) هجوم راوړی دی، د ټول زور او طاقت نه يې کار اخيستی دی، مهلکې او قوي اسلحې يې استعمال کړې دي، اجير او اجنټ عناصر يې د پيسو او کاذبو منصبونو په نازولو استخدام کړي دي، قتل عام يې کړی دی او د پراخو تبليغاتو له لارې يې کوښښ کړی دی ترڅو ددې ولس ذهنونه داسې جوړ کړي چې د دوی باداري او سلطه ومني او د متجاوزينو د شومو هدفونو د پياده کولو په مخ کې موانع او خڼډونه جوړ نه کړي.

د بهرني متجاوزينو او مستبدينو لپاره د افغان ولس ذاتي او طبيعي اتحادي جوړښت چې د خپلواکۍ، ديني عقيدې، ملي مقدساتو او ارزښتونو په عنصرونو او ستنو ولاړ دی يوه لويه ستونزه وه، ده او وي به، د دوی د استعماري، استثماري اهدافو د پياده کولو په مخ کې.

د يوه ملت اسیر کول او تر خپل تابعيت لاندې راوستل يوازې د هغه ملت د طبيعي، جوړښتي عنصرونو په له منځه وړلو ممکن دي.

له همدې کبله استعماري، استبدادي قدرتونو زموږ د هېواد د موجوديت دا درې عنصره(خپلواکي، ديني عقيده او ملي ارزښتونه ) چې افغان اولس يې په هېڅ قیمت د لاسه ورکولو ته نه حاضريږي او د مرګ تر پولې ځنې دفاع کوي، خپلو ناوليو هدفونو ته د رسیدو لپاره تر خپل فوکس او تيري لاندې نيولې دي او تلاش يې کړی دی چې دا عنصرونه ټول او يا قسماً له منځه يوسي.

همدا وجه ده چې استعماري متجاوزينو او مستبدينو د زور، ترور او قتل عام او مستقيم وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال په کولو زموږ د خپلواکۍ د عنصر د عملاً غصب نه علاوه يې تلاش کړی دی، چې زموږ د ولس د جوړښت او اتحاد دوه نور عنصرونه ديني اعتقادات او ملي افتخارات او ارزښتونه د وارداتي اډيالوژيو په ترويج او د قومي، ژبني، مذهبي، سمتي تعصبونو د فتنو په جوړولو ونړوي او د ويشلو په تګلاره دا ملت ايل او غلام کړي.

لاکن افغان ولس په اجتماعي، کلتوري، تاريخي او عقيدتي لحاظ داسې کوشير شوی او جوش يې خوړلی دی، چې د پرديو متجاوزينو او داخلي شيطانانو د ويشلو ټول تلاشونه او دسيسې شنډې شوې دي، ځکه ددې ولس ويشل د قومي، ژبني، مذهبي، سمتي توپيرونو او وارداتي اډيولوژيو په بنياد دومره سخت دی لکه د يوه اتوم ويشل په خپلو جوړښتي اجزاوو (الکترون، پروتون، نيوترون) باندې او افغانانو په خپل متحدانه شکل او يوه اواز د يوه سنګر نه چې افغانستان دی د متجاوزينو او اشغالګرو په مقابل کې مبارزه‌ کړې ده او د خپلو وينو په بيه يې د استقلال او ديني، ملي ارزښتونو نه دفاع کړې ده. هر متجاوز ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او د وطن نه يې شړلي دي.

په افغانستان کې د ټولو خارجي متجاوزينو آبرو، قدرت او حيثيت برباد شوی دی. د انګليس لامحدوده استعمار زوال چې لمر يې په قلمرو کې نه ډوبېده د افغانستان نه شروع شو همدا شان د کمونيزم او سوسيال امپرياليزم د جهاني بلا مرګ د افغانستان نه د شورويانو د ماتې نه پيل شو ان شاء الله د امريکايي امپرياليزم د منحوسې سلطې اختتام به هم د افغانستان نه د دوی د شرمناکه ماتې له وجې صورت نيسي او نور به جهان ددې ګانګسترانو د شرارت نه نجات پيدا کوي.

د افغانستان د خپلواکۍ مبارزه او جنګ د اشغالګرو امريکايانو او د هغوی د مؤتليفينو په مقابل کې د بشريت په تاريخ کې تر ټولو اوږد، پر مصرفه او بې مثاله جنګ و. زه منحيث د يوه افغان چې طبعاً د خپلو ملي مبارزينو مبارزې به ستايي دا خبره نه کوم، بلکې د ژونديو فکتونو، واقعيتونو او سندونو په اساس د افغان ولس جنګ د امريکايي، غربي اشغالګرو په مقابل کې د کيفيت، کميت، زماني انتروال او د جنګي لوريو د نا اڼډوله او غير قابل مقايسې امکاناتو او وسايلو له نظره په دنيا کې نه دی تېر شوی، په لاندې دلايلو:

۱- په دې جنګ کې تقريباً ۲,۳تريليونه ډالره يوازې د امريکا مصرف شوي دي، د نورو مؤتلفينو يې هم جمعاً سلهاوو ميليارده کيږي، چې د نړۍ په اول او دوهم جهاني جنګ کې دومره پيسې نه دي مصرف شوي.

۲- دا جنګ د جهان په تاريخ کې اوږد ترين جنګ و، چې شل کاله يې دوام وکړ.

۳- په دې جنګ کې د پنځوسو شاوخوا کې د نړۍ مقتدر ملکونو نظامي او سياسي ايتلاف د يوه خوار، غريب، وروسته پاته او بې ملګري خو مصمم او په خپلواکۍ مؤمن هېواد په مقابل کې قرار درلود، چې د نړۍ په تاريخ کې يې مثال نه ليدل کيږي.

۴- د جهان مودرنه، مهلکه او کتله يې وژونکې وسلې د يوه داسې ولس په مقابل کې استعمال شوې چې يوازې ايمان په ازادۍ -استقلال او د ځان قربانولو روحيه يې درلودله، نور يې نه ټانګ، نه طياره، نه راکټ او نه ډرون لرل.

۵- د ټولې دنيا مېډيا د متجاوزينو او اشغالګرو د مسلکي، حرفه يي، يونيفورمي قاتلانو د جنګي مورال د لوړولو او تقويه کولو لپاره نشرات او تبليغات وکړل، حال دا چې د مقابل لوري د مظلومیت غږ فقط د افغانستان په غرونو، کليو او کوڅو کې ايسار و او بې له الله پاک نه هيڅوک يې د اورېدلو په کيسه کې نه وو.

نو په داسې يوه جنګ کې چې د جګړې لوري د سياسي، مادي، مالي، تسليحاتي او تبليغاتي امکاناتو له نظره اصلاً قابل د مقايسې نه وي، د يوه ضعيف او بې وسه لوري کامياب راوتل او خپل دښمن ته ماتې ورکول په انساني عقلي محاسبه د تصور څخه لرې و او هيڅ چا دا فکر نه شوای کولای چې د جنګ نتيجه به د اشغالګرو په شرمناکه ناکامۍ او د افغان ولس په بري تماميږي خو د کائناتو د خالق فيصلې بيا بل شان وي او د انساني دنيا د پوهانو او تحليلګرانو عقل د هغو د وړاندوينې او يا دلايلو ارائه‌ کولو نه عاجز دي، که نه چېرته مقتدره امريکا+اروپا+ناټو او ورسره د نورو هېوادونو موقف او چېرته خوار، جنګ ځپلی، وږی او فقير افغانستان او مقابله يې.

په هر حال ددې جنګ او مبارزې په هکله توضيح، هر اړخېزه څېړنه او د اسنادو په اساس تشريح کول د يوه شخص د توان نه لرې خبره ده او د سياسي، تاريخي، اجتماعي علومو انسټيټیوټونه او پوهنتونونه به تر ډېره وخته په دې هکله په تحقيق او تحليل مصروف وي.
ادامه لري….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x