ټولنیزه برخه

ملګري باید داسې وي

محمد نبي سلطاني

1. د ملګري په وړاندې تعامل او زغم ولري.
2. د ملګرتیا شخصیت، ظرفیت او فکر ولري.
3. ملګري ته وفادار او پر ملګرتیا ټینګ وي او د ملګري راز پټ ساتي.
4. په ملګرتیا کې حلیم، حوصله مند، بردباره او قربانۍ ته چمتو وي.
5. شخصیت يې لوړ، د اخلاقو ډک او له چا څخه د خپلو قربانیو عوض او بدل نه غوښتونکی وي.
6. د وړو مسائلو پر سر له ملګرو څخه ګيلې نه کوي، نه خوابدي کيږي او نه هم ملګري خوابدتیا ته پرېږدي.
7. نرمي، سخاوت، حوصله، زغم، صبر او شهامت لري.
8. په سختو حالاتو کې ملګرتیا پالي.
9. دیانت دار امانتدار او وفادار وي.
د خپل ملګري تعریف کوي، اخلاص يې ستایي او پر نيمګړتیاوو يې پرده اچوي.
له ملګرو سره پر شتو، پیسو خدای ورکړي نعمتو او مقام حسد، کینه او بغض نه کوي.
له ملګري سره په ښکلي، خندانه او روښانه څېره مخ کيږي.
10. ملګري ته هم هغه څه غواړي او خوښوي ئې چې د ځان لپاره يې غواړي او خوښوي يې، د ملګري خبره تحلیلوي او روغوي او بیا سم فهم ورڅه اخلي.
11. له ملګري سره تواضع او خاکساري كوي، پر هغوی تكبر او غرور نه كوي او نه هم په توهین او سپکه ورته ګوري؛ بلکې په تنګلاسۍ كې يې لاسنيوی کوي. له ملګري سره مشوره كوي او ملګري ته مشوره ورکوي.
12. ملګري ته نصيحت کوي او د ملګري نصیحت اوري.
13. ملګري ته نه په غصه کيږي؛ خو د ملګري غوسه بیا زغمي.
14. د ملګري په شتون او نه شتون کي د هغه دفاع کوي.
15. د ملګـري په غم او ښادۍ کي ګډون کوي.
د ملګري احوال پر تلیفون او مخامخ اخلي او د حال او احوال پوښتنه يې کوي.
او….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x