نظــر

مونږ بايد څه وکړو؟

احمد منصور

انديښنه ده چې نړۍ ولې امارت په رسميت نه پېژني حال دا چې هغه ټول شرايط عملي شوي چې د رسميت پېژندنې معيار بلل کيږي خو لا هم د ټکنالوژۍ له لحاظه فقيرو هېوادو په ټکنالوژۍ ماړو هېوادو ته سترګې دي او د افغانستان د قضيې په اړه يې پرېکړې ته انتظار دي، خو زه وايم چې بايد دغه خپل حق په زاريو ونه غواړو مونږ نړۍ ماته کړه طبعي ده چې د غچ اخيستو په لټون کې به وي او په داسې لارو به غور کوي تر څو خپلې غوښتنې په مونږ ومني که څه هم دا يې ستره تېروتنه ده خو بيا هم ناکامې تجربې تکراروي په همدې موخه يې دلته د ښځو حقوق مسئله را پورته کړې، ځانونه د ښځو د حقوقو د ورکړې مدعيان بولي حال دا چې همدغو تر هر چا زيات د ښځو حقوق پايمال کړي دلته په دا پيمانه تبليغات يې کړي چې ځوان کهول يې د خپلو پوچو تبليغاتو تر رسوخ لاندې را وستلی او داسې ور انګيرلې چې ګواکې اسلام کې د ښځو حقوق شتون نه لري، طالبان يې د وحشیانو په څېر ورپېژندلي او ځانونه يې د سپينو بازانو په حيث چې دا يې د فکري جګړې ستره بريا بللی شو.

زمونږ مسؤليتونه څه دي؟
تر هر څه مخکې بايد مونږ هېواد والو او خصوصاً هغوی چې د کفارو د دې فکري جګړې هدف ګرځېدلي د کفارو له فريبو ځينو ادعاګانو يې آګاه کړو همدا ډول وه يې پوهوو چې آيا رښتيا د ښځو د حقوقو ادعا کوونکي زمونږ د ښځو له غمه مړه دي او يا يې هغه حقوق ورکړي چې له مونږ يې غوښتنه ده.

په دې کار سره له يوې خوا د کفارو د سترې فکري جګړې مخنيوی کولی شو او له بلې خوا به مو هېواد وال له سترې بلا ژغورلې وي، اړتيا ده ددې کار تر سره کولو لپاره له رسنيو سره بلد ملګري وګمارل شي که وګورو چې د غربيانو ښځو سره چلند څه ډول ده راته جوته به شي چې هلته د ښځو د آزادۍ او حقوقو په نوم ښځو سره ستر ظلم روان ده يو داسې بار ور اوږو شوی چې د وړلو توان يې نه لري خو دا چې له مونږه په کابينه کې د ښځو ونډه غواړي لرې به نه ځو دغه شل کاله په کوم غربي هېواد کې ښځه صدراعظمه شوې او يا يې په هغه پيمانه ونډه ورکړې ؟ په کوم ډول يې چې له مونږه غواړي.

په غربي هېوادو کې په خاصه توګه امريکا کې ښځه د جنسي فقر بډايه کولو يو آله ده هلته ښځې مکلفې دي تر څو ځان ته ژوند جوړ کړي او تر ټولو سخت کارونه وکړي د رخصتيانو په دوو ورځو کې هم بايد کار وکړي ښځه هلته د مزدورې حيثيت لري که ښځې په رضا بد کاري نه کوي په زور اړ کيږي او دا هېڅ جرم نه بلل کيږي حال دا چې هغوی د ښځو د حقوقو د ورکړې تر څنګ د فردي آزادۍ هم ځانونه قايل بولي په دې مورد بيا د ښځو غږ نه اورېدل کيږي دا هغه څه دي چې په خپل هېوادو کې يې کړي/کوي يې، دا چې په پاتې دنيا او اسلامي هېوادو کې د ښځو په وړاندې کوم برخورد کړی او يا يې کوي وموليدل چې د ښځو بچيان، د ژوند ملګري او ورونه يې په وينو لړلي وليږلي هغه چې ثابت کورونه په دې بهانه بمبار کړل ترهګر پکې مېشت دي همدا ډول د ښځو په مخکې د کور غړي ووهل ويې تړل زندان ته يې بوتلل آن چې په وړاندې يې ووژل له دې هر څه جوتيږي چې د ښځو حقوق ورکړې ادعا تنها نمايشي او مطبوعاتي بڼه لري، د ښځو په وړاندې د دوی توند چلند د رابرسېره کولو او نړۍ ته د ښودلو په موخه بايد ماهر رجال وګومارل شي تر څو يې منافقت ښکاره شي.

د جاهليت توره دوره کې ښځه انسان نه بلل کېده دا خو اسلامي دين و چې ښځې ته يې ځانګړی مقام ورکړی ناخبره دې تاريخ مطالعه کړي او يا دې د کفارو له اوسني برخورد چې د ښځو په وړاندې آنجاموي که کابينه کې د ښځې شتون يو معيار بولي بيا ولې له دې اصل تېښته کوي که وايي چې ښځه له نر سره برابره ده بيا ولې په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشرې په حيث مو ښځه ونه ليده حقوق دا نه دي چې څو لوڅو او له بهر راوستل شوو ښځو ته يې يو وزارت ورکړی و او د محجوبو خويندو نمايندګانو په حيث ګمارلې وې حال دا چې له اسلامي دين او افغاني کلتور سره په کامله توګه نابلدې وې او دا يې هم حقوق نه شو بللی چې د ولسوالۍ ښځې په سرو وينو کې لتاړې کړه او د ښار ښځو ته دندې ورکوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x