افغانستان

کابل ښاروالۍ هغه اپارتمانونه چې مالکان يې له افغانستان وتلي په کرایه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۰ل): د کابل ښاروالۍ هغه کورونه چې مالکان یې له افغانستان څخه وتلي دی، د غصب څخه د ساتنې په خاطر په کرایه ورکوي.

د کابل ښاروالۍ د ناحیو رئیسانو او د ګذر وکیلانو ته لارښوونه کړې چې هغه اپارتمانونو لستونه د ناحیو ریاستونو وسپاري چې مالکان یې په افغانستان کې نه دي.

کابل ښاروالۍ ویلي چې دغه خالي اپارتمانونه به د افغانستان اسلامي امارت تر تامین لاندې راځي او اپارتمانونو ته يې امتیازي کرایه ګانې ورکول کیږي.

همدا راز د کور د مالک لپاره به بانکي اکونټ خلاصیږي او هر وخت چې مالک حاضر شو، اپارتمان څخه به یې تامین رفع کیږي او د کرایه ټولې پیسې به ورته حواله کیږي.

کابل ښاروالۍ همدا راز د ناحیو له مسوولینو غوښتي دي چې هغه اپارتمانونو لست چې قلف دي د مالونو جزییاتو سره یوځای يې لست ور ولیږي.

دوی همدا راز د هغه اپارتمانونو لستونه هم غوښتي چې د طالبانو لخوا غصب شوي وي.

د کابل د ښاروالۍ د دغه اقدام په اړه نن ټکی اسیا ته د چارو شننونکي استاد عبدالرحیم ثاقب وویل چې «د بي مالکه کورونو تحت تأمين کول د دی لپاره چې هغه ضايع نه شي زما په نظر د دولت مسؤليت دی».

هغه زیاته کړه چې دهغه کورونو چې اصلي مالک يي معلوم نه وي دولت يي ترخپلې ساتنې لاندې راولي، چاته يي په کرايه ورکوي او کرايه يي په يوه مخصوص حساب کې ساتي ،کله چې يي مالک معلوم شي کور هم ورسپاري او هغه ترلاسه شوي کرايه هم ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پنځه لکه افغانان همدا ستاسو د جنګ له وجی په پارکونو او سړکونو کی شپی او ورځی سبا کوی. دا کورونه هغوی ته په وړیا توګه ورکړی. طالب سره د ولس غم نشته فقظ لاری لټوی چی څنګه او څه رقم سره عواید را پیدا کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x