افغانستان

د تېر رژیم د استازي نوم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ویناوالو له لست ویستل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۰ل): په ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم استازي غلام محمداسحاقزي نوم دغه سازمان ته د وینا کوونکو د لست څخه ویستل شوی دی.

ټاکل شوې وه چې غلام محمد اسحق زی به نن د افغانستان په استازیتوب ملګرو ملتونو ته وینا وکړي.

خو الجزیره تلویزون د ملګرو ملتونو د ویاند له خولې لیکلي چې اسحق زي ملګرو ملتونو عمومی اسامبله کې له وینا کولو ډډه کړې ده او د افغانستان په استازیتوب به هيڅوک عمومي اسامبلې ته وینا نه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ او په خپله غلام محمد اسحق زي عمومي اسامبلې ته د وینا څخه د ډډه کولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه سازمان ته د دایمي سفیر په توګه معرفي کړ.

متقي ویلي وو چې اسحق زی نور د افغانستان استازیتوب نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x