ورزش

عزیز الله فضلي رسما د کرکټ بورډ عمومي رئيس په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۰ا): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي سرپرست مشر عزیز الله فضلي چې له تېرو څو اونیو راهیسې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله، نن دوشنبه رسما د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان اسلامي امارات مرستیال صدراعظم ملا عبد الغنی برادر په ځانګړي فرمان عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ ادارې عمومي مشر وټاکل شو.

له دې وړاندې د کرکټ بورډ رسنیو پخواني مدیر حکمت حسن ویلي وو چې د سرپرستۍ پرمهال هم ښاغلي فضلي د ځان لپاره په اعلامیو کې د عمومي رئیس نوم کاروه چې د اداري اصولو خلاف و.

د یادونې ده چې د طالبانو له راتګ وروسته د عزیز الله فضلي په ټاکلو، په ځانګړي توګه شل اوریزو نړیوال جام ته د لوبډلې له اعلان وروسته ناندرې رامنځته شوې چې د کرکټ شنونکو او پوهانو په وینا، دا یې د فضلي خپلسري او په کرکټ اداره کې ناپوهي ګڼلې وه.

ښاغلي فضلي د نړیوال جام ته په لوبډله کې ډیر تمرکز په پخواني لوبغاړو چې شاوخوا دوه کاله یې هیڅ نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې رابللي دي، چې شاپور ځدران، اصغر افغان، محمد شهزدا، حمید حسن او دولت ځدران یې ښې بېلګې دي، خو ځوان استعداد لکه صدیق اتل، درویش رسولي، فضل حق فاروقي او داسې نور بهر کینول شوي دي.

بل لوري ته د راتلونکي نړیوال جام ته د چمتو والي په موخه ملي لوبغاړي کابل کې په تمریناتو بوخت دي، دغه لوبغاړو کې د پخواني لوبغاړو ترڅنګ ځوان لوبغاړي هم لیدل کیږي، چې ممکن د لوبډلې په وروستۍ نوملړ بدلون راشي او د ځینو لوبغاړو پرځای نوي شامل شي.

د شل اوریز نړیوال جام لوبې د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه له لومړي پړاو څخه په عمان او عربي اماراتو کې پېلیږي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه کوي، خو له دې وړاندې به د ویسټ انډيز او سویلي افریقا پر وړاندې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x