روغتیا

د عامې روغتیا وزارت: نږدې ۲ ملیونه دوزه کرونا واکسین لا هم بې تطبیقه پاتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د اګست له ۱۵مې وروسته چې پخوانی حکومت ونړید او پرځای یې د افغانستان اسلامي امارت واکمن شو، د هېواد بېلا بېل سکتورونه د سختو ستونزو سره مخ شول.

د طالبانو د حکومت نږدې یوه میاشت او شاوخوا دوه اونۍ کیږي، خو په دغه موده کې داسې پتیېل کیږي چې د کرونا ویروس له هېواده کډه کړې او پر ضد یې د واکسینو د تطبیق کچه هم سوکه شوې ده.

د روغتیا وزارت د تېرو چارواکو له لوري به هېوادوالو ته هره ورځ کرونا څخه د ژغورنې او ددې پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو نېولو سپارښتنه کېدله، خو له کومه چې طالب چارواکي ټاکل شوي د کرونا څرک هم کمزوری شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې د کووید-۱۹ پر ضد د واکسیناسیون بهیر ستونزمن شوی چې لا هم ۱.۸ ملیونه دوزه واکسین بې تطبیقه پاتې دي چې باید ژر تر ژره تطبیق شي.

یاد وزارت اندېښنه ښيي، که دغه واکسین تر ټاکلې مودې تطبیق نشي په نومبر میاشت کې به یې د انقضا نېټه پای ته ورسیږي او سلګونه زره دوزه واکسین به بې کاره شي.

د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د استرازینیکا کوویشیلد او د جانسن اینډ جانسن امریکایي واکسین تطبقیږي، چې له ۲ ملیونه زیاتو کسانو ته تطبیق شوي دي.

له دې وړاندې د چین حکومت د افغانستان اسلامي امارت سره د مرستو په ژمنه کې یادونه کړې وه چې دغه هېواد سره به د کرونا واکسینو مرسته هم وکړي، خو چونکې د کرونا واکسینو د تطبیق بهیر سوکه دی ممکن دغه واکسین هم ضایع شي.

د افغانستان اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت د کرونا واکسینو شمېره نه ده په ډاګه کړې او نه هم کوم معلومات شتون لري چې هره ورځ څومره کسان واکسین کیږي، خو له دې وړاندې ویل شوي وو چې په ټول هېواد کې تر ۲.۲ ملیونو کسانو واکسین تطبیق کړي دي.

د افغان جاپان روغتون مشر زلمي رشتین رسنیو ته ویلي چې اوس هم هره ورځ لسګونه کسان په کرونا اخته کیږي چې ډير شمېر یې جدي هم دي، خو روغتیا وزارت یې د رسمي شمېرو خپرولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړی زیاتوي چې د تېر حکومت له راپرځېدو وړاندې د یادې ناروغۍ مخنیوی شوی و خو اوس یو ځل بیا دغه ویروس اوج ته رسېدلی، چې یوازې ددوی روغتون ته هره ورځ لسګونه ناروغان راوړل کیږي او له پنځو څخه یې ډیر بستر کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتي تر څو پاتې واکسین د روان کال له پای وړاندې تطبیق کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین بهیر د تېر کال په مې میاشت کې پېل شو چې د هند، امریکا، چین او سویډن له لوري د واکسین نړیوال ایتلاف کوواکس بهیر له لارې افغانستان سره د واکسینو مرسته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x