ورزش

معین علي له ټیسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): د انګلستان مسلمان لوبغاړي او غوره آلراونډر معین علي ځوانان لوبغاړو ته د فرصت ورکولو په خاطر د ټیسټ کرکټ څخه استعفا وکړه.

معین علي چې ۳۴ کلن دی د یادې پریکړې په اړه ویلي، غواړي خپل تمرکز یوازې په محدود اوریزه لوبو وکړي او په ټیسټ کې خپل ځای ځوان لوبغاړو ته پریږدي.

معین علي په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د هندوستان پر وړاندې وروستۍ ټیسټ لوبه وکړه وایي، «ما داسې حس کړه چې نور ټیسټ کرکټ سره تړاو نه لرم، او ځان مې یو ډول اضافي محسوسوه، په همدې اساس مې د استعفا پریکړه وکړه».

هغه زیاته کړه، استعفا به یې د هغو مسلمان لوبغاړو پرمخ چې غواړي د ټیسټ کرکټ لپاره انګلستان لوبډلې ته راشي دروازې پرانیزي، د نوموړي په وینا چې دی هم د سویلي افریقایي مسلمان لوبغاړي هاشم املا څخه په متاثره کېدو پرمختګ کړی دی.

معین وویل، «زه پوهیږم هاشم املا انګلستانی نه دی، خو د مسلمان لوبغاړي په حیث زه هغه ته په کتلو متاثره شوی یم، زه غواړم سبا یو مسلمان لوبغاړی ووایي چې د معین علي څخه په تاثر یې پرمختګ کړی دی».

د انګلستان لوبډلې په استازیتوب معین علي په ۱۱۲ نړیوالو یو ورځنیو او ۳۸ شل اوریزو لوبو کې هم ګډون کړی چې لا به هم دوام ورکړي، هغه د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د انګلستان لوبډلې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل شوی دی، او اوسمهال په هند غوره لیګ IPL کې د چنایي سوپر کینګز له لوري لوبیږي.

معین علي په ۲۰۱۴م کال کې د انګلستان له لوري لومړۍ ټیسټ لوبه وکړه چې په ۶۴ ټیسټ لوبو کې یې ګډون کړی او د پنځو سلیزو په مرسته یې ۲ زره ۹۱۴ منډې کړي، دغه راز پنځه واره په ۵ ویکټو اخیستلو سره یې ۱۹۵ ویکټې هم سوځولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx