افغانستان

یوناما: اقتصادي بندیزونه په افغانستان کې زمونږ په خدماتو ناوړه اغیز کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) وايي، چې اقتصادي بندیزونه ددوی په خدماتو ناوړه اغیز کوي.

دا څرګندونې د یوناما مشرې «ډیبرا لاینز» تیره ورځ د افغانستان «اسلامي امارت» د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې په دغه لیدنه کې د یوناما مشرې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې په هېواد کې به خپل فعالیتونه دوامداره ساتي او اړمنو کسانو ته به مرستې رسوي.

آغلې «لاینز» دغه راز د افغانستان «اسلامي امارت» پرضد روانو بندیزونو باندې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې اقتصادي بندیزونه په افغانستان کې ددوی په خدماتو ناوړه اغیز کوي.

د راپور له مخې په دغه مهال د افغانستان «اسلامي امارت» د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوناما له مرستو څخه مننه وکړه او د هرقسم مرستې ډاډ یې ورکړ.

باید وویل شي چې د تیر اګست میاشتې له پنځلسمې نیټې راهیسې له کله چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د «اسلامي امارت» واکمني ټینګه شوې، د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان بانک نقدي ذخایر کنګل شوې او د موجوده حکومت لاسرسی ورته  نه کیږي، د کومې له امله چې په هېواد کې سوداګر او عام افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

که څه هم په کور دننه او بهر یو شمېر سازمانونو، دولتونو او عامو افغانانو په بیا بیا له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې څو د افغانستان نقدي ذخایر د موجوده حکومت په اختیار کې ورکړي، ترڅو په هېواد کې د په ټپه ولاړ اقتصادي حالت په روانولو کې ورڅخه استفاده وکړي؛ خو تردې دمه امریکا او نړیوالې ټولنې د افغان ولس په دغې غوښتنې غور نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x