افغانستان

اسحاقزی: د ملي ګټو په خاطر مې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې وینا ونه کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): په ملګرو ملتونو کې د پخواني رژیم دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی وايي، د هېواد د ملي ګټو په خاطر یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې له وینا څخه ډډه کړې ده.

د پخواني رژیم له بشپړ سقوط او د طالبانو له هڅو سربیره که څه هم ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي ناستې د افغانستان په استازولۍ د پخواني رژیم استازی غلام محمد اسحاقزی وینا وکړي؛ خو تیره ورځ په ناڅاپي ډول د نوموړي نوم د وینا کوونکو له لیست څخه لرې شو.

تردې وړاندې د افغانستان «اسلامی امارت» د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوتیرش» ته په یو استول شوي مکتوب کې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه پېژندل شوی ؤ.

په دغه مکتوب کې دغه راز له ګوتیرش څخه غوښتل شوي وو چې ښاغلي شاهین ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان په استازولۍ د وینا کولو اجازه ورکړل شي.

اوس چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني استازي نوم د وینا کوونکو له لیست څخه لرې شوی، نوموړي ویلي چې دا کار ده په خپله کړی او د ملي ګټو د خوندیتوب په پار یې له وینا څخه ډډه کړې ده.

تراوسه څرګنده نه ده چې ملګري ملتونه به د افغانستان څوکۍ همداسې تشه پریږدي او که څرنګه؟ خو د بهرنیو چارو وزارت لخوا هڅې روانې دي چې سهیل شاهین د افغانستان د دایمي استازي په توګه هلته په کار پیل وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

تا دې خدای وشرموي چې دروغ هم وایې. اول دې څه ویل اوس چې د غني وینا چې که رښتیا وي، راووته اوس وایې ملي ګټې.

طاهر ثابت

ولی اول یی عقل نه لاره؟

ګل احمد

دا سړی یو څه په شرم پوهیږي. داسي نه دی لکه خپل ولس مشر. د هغه یوه مینه وال شاید د هغه فیسبوک پاڼه ځکه ور هیک کړه چي غني خپله هوښیاره خبره د خولې نه سي را ایستلای، راسته یوه هوښیاره خبره پسي وتړه څو د طرفدرانو بیلچه یې لاستی پیدا کړي خو هغه بې عقل پر ټویټر بیان ورکولو سره د خپل مینه وال پر دې مخلصانه هڅو اوبه ورتوی کړې.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x