افغانستان

عدليې وزارت: د ظاهر شاه د دورې اساسي قانون مؤقتا نافذوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): د عدليې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وايي چې اسلامي امارت به د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو مادو پرته چې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي د مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي.

د عدليې سرپرست وزیر کابل کې د چین سفیر وانګ یو او مل پلاوي سره په یوه لیدنه کې دغه څرګندونې کړي دي.

د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په وروستي ځل په ۱۹۶۴ز کال کې د لویې جرګې له خوا اساسي قانون تصویب شو. په دغه اساسي قانون کې مشروطه سلطنتي نظام، منتخب پارلمان او ازاده قضا ومنل شوه. همدا راز د افغانستان د اتباعو اساسي حقوق تضمین شول.

ښاغلي شرعي زیاته کړې چې هغه نړیوال قوانین او سندونه چې د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي دوی یې درناوی کوي.

نوموړي ټينګار وکړ چې چې د افغانستان له خاورې څخه به د سیمې او د نړۍ د نورو هیوادونو  خلاف کار نه اخیستل کیږي؛ بلکې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره مثبتې او ښې اړیکې غواړي.

د چارو څارونکي وايي چې نوی حکومت ممکن هغه اساسي قانون بېرته نافذ کړي چې د تسوید چارې يې په ۱۹۹۸ز کال کې د سترې محکمې له خوا پيل شوی وی. د ۱۹۹۸ز اساسي قانون محتوا د ظاهرشاه د دورې له اساسي قانون سره په اکثریت مواردو کې يو ډول ده خو پارلمان په کې د انتخاب پر ځای انتصاب کیږي او د پاچا د ټاکنې پروسه هم په کې واضحه نه ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي د نوي اساسي قانون په اړه څرګندونې کوي.  اسلامي امارت په لومړۍ دوره (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کلونو پورې هیڅ ډول اساسي قانون نه درلود.

د ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا د راتګ وروسته تر ۲۰۰۴ز کلونو پورې مؤقت حکومت د بُن د هوکړه لیک پر اساس د ځينو مواردو په تغیر سره د ۱۹۶۴ز کال اساسي قانون نافذ کړ. په ۲۰۰۴ز کال کې لويې جرګې نوی اساسي قانون تصویب کړ چې د طالبانو د دوهم ځل راتګ سره دغه اساسي قانون عملا ملغی شو خو؛ نوی اساسي قانون تر دې دمه معرفي نه شو.

 

د ۱۹۶۴ز کال اساسي قانون متن له دې ځایه ښکته کولای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

د ظاهر شاه د دورې اساسي قانون شاید یوه نیمګړتیا دا وه چي یوه واکمن ته یې خدایي اختیارات ورکړي وه او که یوه واکمن ته د خدایي اختیارات ورکول د امارت د اصولو سره خلاف کار وي نو دا د عامو افغانانو لپاره یو ښه زیری دی. البته د سیاسي فعالیتونو د ازادي، ټولټاکنو او ولسي ساختارونو ته دولتي چارواکو د څار واکونو سپارلو په اړه قانونسازي به له یوې خوا د وسلوالو پاڅوتونو لپاره دلایل د بینه یوسي، دولتي چارواکو اخلاق به اصلاح سي او د بلي خوا به د واک پر چوکیو باندي د جاه طلبه مرضمنو… نور لوستل »

طوطی

کاش چی په هغه قانون طالبان ولاړ شی هغه به هم نقض کوی. د ظاهرخان وخت کی ښځو تحصیل کاوو، په تولیدی تصدیو کی یی کار کاوو، ښځی ډاکټری او معلمانی وې عکسونه یی تر اوس شته خو اوس ریس د پوهنتون وایی چی ښځینه استادانی دی پوهنتون ته نراځی.

عبدالواحد اڅګزۍ

وګورۍ دطالبانودحکومت وپوهی ته دغه ظاهرشاه ووچه دانګریزانو په هدایت یی افغانستان له علمه واچاوۍ دغه ددوی دبیعلمۍ سبب هم ظاهرشاه دۍ ،ملایانوتبلیغ کاوۍ څوک چه مکتب ووایی کافر کیږی مکتب خوصنعت ورښیی په دین هیڅ اړه نلری دوی بیاملک دډبرو دوری ته ګرزوی دظاهرشاه په وخت کی یوډالر په (۹۰)افغانۍ ووملک سخت دلوږی اوخوار ۍ سره مخ وو دداوود خان شهیدپه وخت کی د(۵۰۰۰۰)مکتبوبنیاد کښی ښوول سو اوډالر و(۲۹)افغانۍ ته راکښته سو ملک ډیرپرمخ ولاړۍ که تراوسه هغه قانون چلید لۍ وای نن به افغانستان دیورپ سره برابروا ی رشوت داسی بند ووچه دکمرک چوکۍ معلیمانواشغال کی ماتجارتی جوازاوپاسپورپه… نور لوستل »

Karwan

د سپين بولدک لغړي،
رازق خان او تادين خان په کومو کندو کي پراته وه اودي! دالر درباندي ودريدل او اوس تخريبي ليکني کوي. له ليکنو دداسي معلوميږي، چه دواقيعي مسلمانانو سره کلکه دوښمني لري. رازق لغړي که مسلمانانو مردار کړي وي، نو دا يو ډير ښه کار وه، ځکه چه د رازق خان له شر او ظلم ځخه په زرهاوو قندهاريان خلاص شول، که ځنګه واحد خان لغړيه! کاروان

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x