نړۍ

ايف بي ای: امريکا کې تېر کال د وسله‌والو بریدونو له امله تر ۲۱زرو زيات کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): په امريکا کې د وژنو پېښې د پخوا په پرتله زياتې شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

د ايف بي ای د رپوټ له مخې تېر کال په امريکا کې د وسله‌والو بريدونو له امله ۲۱۵۰۰ کسان وژل شوي وو.

د امريکا د فيدرالي څېړنو ادارې «ايف بي ای» په خپل رپوټ کې ويلي، چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په تېر ۲۰۲۰ کال کې د وژنو پېښې دېرش سلنه زياتې وې.

د ايف بي ای د رپوټ له مخې د وژنو دا پېښې د تېر کال د جون له مياشتې وروسته زیاتې شوي دي او تر ټولو زياتې هغه په سويلي لوزيانا ايالت کې شوي دي.

د فيدرالي څېړنو ادارې د وژنو د زياتوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو تر ټولو ستر لامل يې په متحده ایالتونو کې د وسلو بې اندازې زيات پېر او پلور او د وسلو د جوازونو اسانتيا بلل شوې ده.

په امريکا کې د وسلو د جواز اسانتيا سربېره کورنۍ شخړې، له جګړو وروسته د پوځيانو رواني وضعيت او ورته نورې ستونزې د وسله‌والو بریدونو او وژنو مهم لاملونه بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x