
لسګونه میلیونه ډالر او افغانۍ «د افغانستان بانک» ته وسپارل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک مسوولین وايي د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه ترلاسه شوي لسګونه میلیونونه ډالر او افغانۍ د افغانستان بانک خزانې ته سپارل شوي دي.
د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پیسې د حکومتي مسوولینو له خوا د خوست، لوګر او پنجشیر له ولایتونو څخه تر لاسه شوی وی چې نن افغانستان بانک ته وسپارل شوی.
افغانستان بانک ته د سپارل شوو نغدو پیسو کچه شاوخوا ۱.۶ میلیونه امریکایي ډالر او څه باندې ۷۹ میلیونه افغانۍ کېږي.
د افغانستان بانک دویم مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد د یادو پیسو د تسلیمۍ پر مهال د امنیتي ځواکونو له امانتدارۍ مننه وکړه چې یادې پيسې يې په پوره امانتدارۍ سره دوی ته رسولي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د وږي په ۲۴مه نېټه د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو چارواکو له ځایونو څخه ترلاسه شوي نغدي میلیونونه ډالر دغه بانک ته سپارلي وو.
د افغانستان بانک ویلي وو چې د امر الله صالح په شمول د پخواني حکومت د چارواکو له ځایونو ترلاسه شوي دولس میلیونه درې سوه اته شپيته زر ډالر د دغه بانک خزانې ته سپارل شوي دي.
نو څه وخت به د مامورینو او معلمانو معاشونه ورکول کیږی؟ کچیری اقتصادی کړکیچ همداسی ادامه پیدا کړی باور وکړی چی ورکه د طالب به حتمی کیږی. ټول ملت یی له قحطی او تباهی سره مخامخ کړی لعنت دی پداسی امارت شی چی خلکو ته یی شر او بدبختی راوړې. امنیت به څه کړی چی ټول وطن دی مرض، قحطی او بیوزلی پر سر اخیستی وی. خلک ټول په تیښته کی دی. ډیری د عوایدو لاری شته خو طالب قصدآ دا شرایط وضع کړی چی د چا لخوا ورته ویل کیږی زه نه پوهیږم کنه نو صرف په ورڅ کی۲۰۰۰… نور لوستل »
جمهوريت ستر چارواكي كه سم ولټول شى
هر يو څخه به ميلونونه افغانى او ډالر
کوم چ د ملت له خزانى ( بيت المال) څخه ايستل شوى
نو ترى به يى لاسته کړى
خاصتن که دا کسان سم ولټول شى
واليان
معاونين يې
ريسان
مديران
ولسى جرګى ولايتى جرکى ريسان
اردو قومندانان
امنيت قومندانان
د روغتونونو ريسان
ګمرکونو مامورين او ريسان
همداسى نور……
د الله حمد او ثنا او شکر دی چې ددې ملت صادق، پاک نفسه، باتقوا او باوجدانه بچی یې هم نړی ته ښکاره کړل لکه چې په تېرو کلونو کې یې په سلګونه بې وجدانه، غل، جاسوس، فاسق او بې ضمیره بچې هم نړی ته ښکاره کړل. دغه باوجدانه بچي د دې ملت افتخار دی الله دې دوی همېشه همداسې ثابت قدمه لري فقط غواړم دومره ووایم چې ملت په تاسې ویاړي الله مو په هر میدان کې بریالي لره………