افغانستاناقتصاد

د سوداګرو شکايت: پاکستان هره ورځ يوازې شلو لاريو ته د اوښتو اجازه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نورو ستونزو سربېره پاکستان ته په صادراتو کې ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولينو ويلي، پاکستان په ورځني ډول يوازې شلو لاريو ته د اوښتو اجازه ورکوي، په داسې حال کې، د پاکستان له لوري د افغانستان خاورې ته تر سلو زياتې لارۍ راځي.

د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزي ويلي، دا يوه جدي ستونزه ده او پر حکومت يې هم غږ کړی، له پاکستاني چارواکو سره دا ستونزه حل کړي.

ښاغلي الکوزي ويلي، دا يوه جدي ستونزه ده، اوسنی حکومت بايد په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره جدي خبرې اترې وکړي او د دايمي حل يوه لاره ورته راوباسي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که د افغان صادراتو ستونزه حل نه شي، دا به د افغان سوداګرو لپاره ناوړې پایلې ولري.

ښاغلي الکوزي ویلي، له تېرو شلو کلونو راهيسې تېرو حکومتونو او دوی په خپله هم له پاکستان سره پر دې موضوع بحثونه کړي، خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

د ننګرهار سوداګر هم له ورته ستونزې سر ټکوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر حاجي ګلمراد عرب وايي، حکومت بايد له پاکستان سره د تازه ميوو او سبزيو سربېره د ټولو افغان صادراتو ستونزه حل کړي.

ښاغلي عرب زياته کړې، چې هره ورځ بايد لږ تر لږه شپږ سوه لارۍ پاکستان ته واوړي او که داسې ونه شي، سلګونه لارۍ تازه ميوې او سبزي به خوسا کيږي، چې د افغانستان سوداګرو ته ډېر زيات زيانونه اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سوداګر ډیر بیعقله خلک دی تر اوسه پدی نه پوهیږی چی پاکستان هر څه وغواړی هماغسی کوی. سترګی نلری ګوری هر ورخ همدا قریشی دی او عمران خان چی زمونږه خارجی سیاست یی په خپل کنترول کی نیولی، له بلی خوا هره ورځ په کنړ باندی راکټونه وروی، بدون له اجازی کابل ته سره راځی خو بیا ملا برادر تاجکستان ته اخطار ورکوی چی زمونږه په داخلی چاروکی لاسوهنه مکوی. فکستان ته یی هیڅ فکر نشته، فکر یی شته خو څه یی له لاسه پوره ندی ځکه چی د طالبانو کورنی لاتر اوسه پاکستان کی ګروګان پاتی دی نو ممکن… نور لوستل »

د ظالم عمر لند وی

طالبان باید ژر اقدام وکری او دپاکستان خخه وغواری چی افغانی توکی و هند ته خوشی کزی.

مولوي نجیب الله زاهد

د تعجب خبره داده چې مونږ ولې عبرت نه اخلو ولې نه پوهېږو ولې ځان نه پوهوو ولې فکر نه کوو ولې د خپلو ستونزو د حل لپاره په خپله نه لاس په کار کېږو د پاکستان خلک او حکومت زمونږ په څېر نه دي د هغوی هره خبره او هره کړنه په دقیق ډول تر څېړنې لاندې نیول کېږي د هغوی ټول تصمیمونه د هغوی اقتصادي او ملي ګټو پر اصولو څرخي هغوی هر شی ارزوي زمونږ په څېر ندي چې څه مو زړه وغواړي کوو او څه مو چې زړه وغواړوي وایو راځی چې مونږ هم د نورو… نور لوستل »

د ظالم عمر لند وی

طالبان باید تول تجاران را و غواری چی د مخکی په شان غیر له پاکستان له نورو هیوادو سره خپل تجارت شروع کری

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x