ورزش

کرکټ بورډ نولس کلنې کرکټ لوبډلې ته د یو ملیون افغانیو جایزه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (۶ تله، ۱۴۴۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې بنګلادیش څخه له راستنېدو وروسته یې د افغان نولس کلنو کم عمرې لوبډلې ته د یو ملیون افغانیو جایزې د ورکړې اعلان کړی دی.

د عزیز الله فضلي په مشرۍ د کرکټ بورډ رهبرۍ له لوري د افغانستان نولس کلنو ځوانانو ته ستاینغونډه ترسره شوه چې د غونډې په ترڅ کې ښاغلي فضلي د ډالۍ په توګه د یو ملیون افغانیو د ورکړې ژمنه وکړه.

د افغانستان نولس کلنو لوبډلې په بنګلادیش کې پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه، چې اوس لوبډله بېرته هېواد ته راستنه شوه.

په دې سفر کې یادې لوبډلې د پنڅو څخه دوه یو ورځنۍ لوبې وګټلې، دغه راز یې په یوانیي ټیسټ لوبه کې بنګلادیش ته ماتې ورکړه.

د نولس کلنو ځوانانو لوبډله په هېواد کې د سیاسي تحولاتو، کرونایي، اقتصادي، مالي ستونزو او د سختو شرایطو سربېره د بنګلادیش هېواد ته سفر وکړ چې ډک لاس بېرته راستنه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x