نړۍ

د امريکا دفاع وزير: د کابل پرځول شوي حکومت د پوځ ناکامۍ موږ ټول هک پک حیرانو کړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۰ل): د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن کانګريس ته د وينا پر مهال په افغانستان کې د اوږدې جګړې پر مهال د پراخ فساد اعتراف کړی او زياته کړې يې ده، چې د کابل د پرځول شوي حکومت د پوځ تېښتې پنټاګون له جدي ستونزو سره مخ او هک پک حیران کړ.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې دفاع وزير لایډ اسټن د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي چارو جرګه‌ګۍ ته د سپيناوي پر مهال وويل: «رښتيا خبره دا ده، چې افغان پوځ په ډېرو ځايونو کې له جګړو په شا شو، چې له امله يې موږ ټول هک پک حیران پاتې شو او امريکايي ځواکونه يې له سختو ننګونو سره مخ کړل.»

لايډ اسټن زياته کړې، چې په دغه جګړه کې امريکايي پوځيانو او عامو خلکو ته بې ساري مالي او ځاني زيانونه رسېدلي او بالاخره طالبان يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شو.

د امريکا مشرانو جرګه او د پوځي چارواکو څارونکې کمېټېې پرون سه شنبه او نن چهارشنبه د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ناسته پيل کړې او داسې اټکل شته، چې جمهوري پلوه سناتوران به د پنټاګون له چارواکو سختې پوښتنې وکړي، ځکه دوی باور لري، چې ولسمشر بايډ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په اړه ډېرې تېروتنې کړي دي.

تر دې دوه اونۍ هم د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن له ورته پوښتنو سره مخ شوی و او په ډېره سختۍ يې د خپلې ادارې د پرېکړې دفاع وکړه او حتی دا هم ورته ویل شوي وو، چې بايد استعفا وکړي.

د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د ولسمشر بايډن پر ادارې نيوکه کړې، چې د جګړې پای ته رسولو په اړه يې د پوځي افسرانو نظر او وړانديز ته درناوی نه دی کړی، چې له امله يې د پوځيانو د راويستلو پر مهال ګڼ شمېر تېروتنې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

نړیوال لنډغر، اوباشان او ترورستان، هغوی چی غوښتل ددوی په اصطلاح بین المللی تروریزم په زرګونو کیلومتره لیری له خپل هیواد نه په افغانستان غوندی یو وروسته پاتی، غریب او بی وزله ملک کې د پوچو او واقعیت نه لیری ادعاوو په اساس کنترول کړی او د پردی تر شا له نورو سره خپل د بزکشی میدان همدا ځای وګرځوی اما خطا وتل او په تیښته بریالی شول.

ملا جانان

درواغ وایي سوړسک دی! د امریکا د دفاع وزیر بشپړ په جریان کي وو چي اشرفغني د یوې بهرنۍ وسله جوړولو کمپنۍ سره د هوایي بمبار توغندیو د پیرلو شپږمیاشتنی تړون لاسلیک کړ او د مهماتو د قیمت د پوره کولو لپاره یې د ملکي بودیجې څخه پیسې نظامي بودیجې ته واړولې. د بېعقله څخه دا حماقت وسو چي ځواکونو ته یې اعلان وکړ چي فقط شپږ میاشتي جګړه وکړئ، بیا حالات سمیږي. د هغه وروسته زبیح الله مجاهد هغه بیان چي د کابل د نیولو هڅه نه کوو نور هم د متوسطي طبقې نظامي رهبري په دې پوه کړل… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

پام مو وي ګوره چې هېواد ته د بې پېلوټه الوتکو له ننوتلو سره داعش تنظیم نه شي چې بیا به زمونږ د خلکو ستونزې به لانور هم زیاته شي.

شالو

د امارت مشران ماشاالله ډیر فراست والا خلک دی، اوس چه سړی بیرته شاته شلوکلونو جنګ ته او د غربیانو غورم پش، اسلحی، شپنی چاپی، بی رحمه تبلیغات، داخلی ګوډاګیان ….ته وګوری او د مظلوم، بی اسلحی طالب مبارزه ورسره مقایسه کړی، اصلا د غربیانو او د هغه د یارانو داسی یو شرمونکی او متفق علیه شکست د تصور نه هم په مراتبو پورته وو. د امارت مشرانو واقعا قربانی ورکړه او د تصور ته پورته او نه تکراریدونکی استفامت یی وکړ چه نن هاغه دی په ارګ که ګل غوندی پاچاهی کا او ټوله دنیایی ننداره کړی. هسی د… نور لوستل »

غوربندی

دغسې خیله بښوونکي تعلیقات کوی،، خدای به ټول کارونه علی ما یرام به برابر کړي ان شاءالله.

Sayed

د شوروي خلاف جهاد او ورسره زما تړاو د عمران خان انکار او د کرنيل امام اقرار وروره زه بايد ووايم دا کوم پردی جنګ نه و چې مونږ ورکې ور ګډ شو، بلکې دا د پاکستان جنګ وو او که هرڅه کېدلی مونږ بايد د پاکستان د خونديتوب له پاره دا جنګ هم کړی وی او هم ګټلی وی.   [[نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی و او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې هغه بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته چريکي جګړه ور زده کړو. سره له دې… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx