نظــر

افغانستان کې شخصي پوهنتونونه د سقوط په درشل کې!

عبدالرزاق حبيبي

له ۲۰۰۱ کال مخکې په افغانستان کې یواځې دولتي پوهنتونونو شتون درلود خو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ د نوي نظام له راتګ وروسته ازاد بازار او خصوصاً شخصي تعلیمي او طبي بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونو د اتحاديې اجرائیه مسؤول عبدالله عبدالبر په وینا چې دا مهال په افغانستان کې ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه موجود او تر دوه لکه او لس زره محصلين په کې په زده کړو بوخت دي، د نوموړي په وينا په یادو شخصي پوهنتونو کې نږدې 70 سلنه هلکان او 30 سلنه نجونې په زده کړو بوخت دي.

دا چې په افغانستان کې د لسانس تر کچې زده کړې وړيا او د دولت په غاړه دي او دولت نه شو کولی هر کال په زرګونو له ښوونځيو فارغېدونکو ځوانان په دولتي تحصيلي بنسټونو کې جذب کړي، ځکه نو له دولتي پوهنتونو څخه پاتې کېدونکو یا هم د کانکور په  ازموينه کې د بې پايلې شاګردانو د زده کړو د دوام لپاره شخصي پوهنتونونه بهترين فرصت و.

دا چې په تېرو شلو کلونو کې دلته نړیوالې مرستندويه مؤسسې، بهرني سفارتونه، پراخ دولتي بنسټونه او شرکتونه موجود او کاري فرصتونه ډېر و نو د کانکور په پايله کې بې نتيجې ځوانانو کولی شول د شخصي پوهنتونونو فيسونه تاديه کړي او خپلې لوړې زده کړې په شخصي پوهنتونو کې پرمخ بوځي.

د شخصي پوهنتونو بله ګټه دا وه چې محصلینو کولی شول له رسمي وخت مخکې او وروسته خپلې زده کړې پرمخ بوځي چې په دې ډول یو ځوان کولی شول هم خپلې دندې او هم خپلو لوړو زده کړو ته یو وخت کې دوام ورکړي.

په افغانستان کې له نوي تحول، د پخواني نظام له سقوط او د طالبانو له راتګ وروسته په  داسې حال کې چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ شو، کاري فرصتونه له منځه لاړل، نړيوالې مؤسسې، بهرني او داخلي شرکتونه ختم شول او دولتي ادارې لا په بشپړ ډول تر اوسه نه دي فعال شوي، شخصي پوهنتونونه له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

د شخصي پوهنتونونو د اتحاديې د اجرائيه مسؤول ښاغلي عبدالبر په وینا چې شخصي پوهنتونونه دا مهال د خپلې بقا له جدي ګواښ سره مخ دي، د نوموړي په وینا شخصي پوهنتونو خپل ۵۰ فيصده محصلین له لاسه ورکړي دي او دا حال ورځ تر بلې د بدترېدو په لوري روان دی.

د نجونو او هلکانو ستونزه:
دا چې په تېرو شلو کلونو کې په  دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د ښځينه او نارینه محصلينو لپاره یو ډول او آن په ځينو ادارو کې ښځينه و ته د کاري فرصت د ورکړې پرمهال ترجېح ورکول کېده نو ځکه ښځينه محصلينې هم په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په مؤسسو کې ډېرې وې، خو دا چې په دولتي بنسټونو کې نجونو او هلکانو په يو ټولګي کې درس ويلې نو د افغانستان په سنتي ټولنه کې دا ستونزه د ګڼو ښځينه محصلينو لپاره جدي ننګونه چې ځينو کورنيو خپلو نجونو ته دا اجازه نه ورکوله تر څو په دولتي بنسټونو کې زده کړې وکړي، ځکه نو يو شمېر شخصي پوهنتونونو دا فرصت برابر کړی و چې هلکان او نجونې په جدا ټولګيو کې کښېني او آن د ښځينه استادانو لخوا ورته درسونه تدريس شي.

د نجونو او هلکانو د جدا زده کړو له لامله یو شمېر شخصي پوهنتونونه د ګڼو ښځينه محصلينو لپاره د زده کړو د دوام یو ښه فرصت و، خو دا چې د نوي نظام په راتګ سره ډېری نجونې دا توقع لري چې شايد په راتلونکي دولت کې ورته کاري فرصت برابر نه شي ځکه نو آن په دا ډول پوهنتونونو کې هم د نجونو حضور کمرنګ شوی دی.

مالي مشکلات د پوهنتونو د سقوط ستر لامل:

د ښاغلي عبدالبر په وينا اقتصادي ننګونې د شخصي پوهنتونو د سقوط او یا هم له مالي مشکلاتو سره د مخ کېدو ستر لامل دی، هغه وایي چې کله محصلين فيس ونه لري نو د پوهنتونو لخوا هم ورته ټولګي او یا هم امتحان کې د حضور چانس نه ورکول کېږي، له همدې لامله له شخصي پوهنتونونو څخه د محصلينو غیاب ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او که دا حالت دوام وکړی نو شاید ډېری شخصي پوهنتونونه د منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

رضوان الله چې د کابل ښار يه يو شخصي پوهنتون کې استاد دی وایي، د حکومت لخوا د شخصي پوهنتونونو د پيل له اعلان وروسته کله چې پوهنتون ته لاړ نو په اداره کې له انتظا وروسته بالآخره ټولګي ته یو محصل هم رانغی او هغه هم بېرته کور ته را وګرځېد.

هغه وايي په بل ټولګي کې د استاد د درس اواز راتلو خو کله چې استاد درس خلاص او بيرون راووت نو هغه ته هم ټولګي کې یواځې یو محصل حاضر و چې استاد ورته درس تقديم کړی و، هغه وایي که حالت همداسې دوام وکړی شاید پوهنتون سقوط وکړي او دا هم دنده له لاسه ورکړي.

د دې ليکنې پر مهال مو د ګڼو پوهنتونونو د مسؤولینو سره خبرې وکړې خو هغوی د خپل او پوهنتون د نوم د نه یادولو په شرط وویل، چې د پوهنتونونو محصلين یې ۵۰ فيصده کم شوي دي.

د يو شخصي پوهنتون مسؤول عبدالله (مستعار) وویل د دوی ۵۰ فيصده محصلین کم شوي دي او دا سلسله لا دوام لري، له همدې لامله د پوهنتون ادارې ځيني مامورين هم رخصت کړي دی او یواځې هماغه یې پريښي دي، چې د هغوی له شتون پرته چاره نه وه.

د يو بل شخصي پوهنتون مالي مسؤول شریف (مستعار) وویل، د دوی هم نږدې ۵۰ فيصده محصلین کم شوي دي او ډېری ټولګي یې د محصلینو له کمښت سره مخ دي.

هغه وایي د اقتصادي ستونزو له لامله زیات شمېر محصلینو پوهنتون پريښی دی، چې په غیرحاضرو محصلینو کې یې ډېری نجونې دي.

شریف زیاته کړه چې دوی د پوهنتون د اداري او خدماتي برخې کسانو معاشونه هم راکم کړي دی او دا چې پوهنتونونه د تاوان په لور روان او د پوهنتونونو ډېری ودانۍ کرايي دي نو د پوهنتونونو لپاره سخته ده چې لګښتونه برابر کړي.

د ښاغلي شريف په وینا نور کلونه به د نوي سمستر لپاره له زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کوله خو دا مهال د نوي سمستر لپاره آن ۵۰ کسانو هم نومونه نه دي لیکلي، له همدې لامله د پوهنتونونه راتلونکی تياره ښکاري.

هغه زیاتوي چې همدا مهال د يو شمېر پوهنتونونو څخه کره معلومات لري چې سقوط په درشل کې دي او کېدی شي ډېر زر یې دروازې وتړل شي.

په داسې حال کې چې يو زيات شمېر ځوانانو د بېکارۍ او اقتصادي مشکلاتو له لامله پوهنتونونه پريښي دي، ګڼ شمېر افغان مسلکي ځوانان چې په تېرو څو کلونو کې په ملي او نړيوالو ادارو کې کارونه کول د بهرنيانو له وتلو سره سم له هېواده ووتل او ګڼ شمېر یې د بېوزلۍ له لامله دا مهال په قاچاقي لارو له هېواده د وتلو په هڅه کې دي.

له ګڼو محصلینو او ځوانانو سره چې مونږ خبرې وکړې د ټولو هيله دا ده چې نوی حکومت باید تر ټولو ډېر د کاري فرصتونو په ایجاد او د مسلکي ځوانانو څخه په استفاده کې خپلې جدي هڅې وکړی، تر څو د هېواد د هېواد دا ستره بشري سرمایه ضایع نه شي.

عبدالرزاق حبيبي – کابل مېشتی لیکوال او ژورنالست

@Arazaqhabibi

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ګرانو لوستونکو! سره لدې چې شخصي پوهنتونونو شتون درلود او ځینویې ښه تعلیمي او تحصیلي خدمتونه وړاندې کول خو په ټوله کې د دې پوهنتونونو شتون زمونږ د هېواد د اساسي ستونزو یوه لویه برخه جوړوله او هغه داچې ډېر پکې داسې ووچې لیسانس به یې د محصل له حضور پرته او د پیسو په مقابل کې ورکولو درسونه پکې سم نه ویل کېدل، نقل خپل اوج ته رسېدلی وو، د زورواکانو ځامن به یواځې او یواځې د تفریح لپاره ورتلل کله به چې یو محصل د یو استاذ له لوري ناکام شوی وو د ادارې له خوا به کامیابېده… نور لوستل »

شالو

بدبختانه ډیر شرمونکی فساد هم پکی روان وو، یو مثال، د کندهار د بینوا شخصی پوهنتون مشر اوځښتن چه د ولایتی شورا وکیل هم وو، خپلی د فراغت سندونه یی استادانو ته په میز کیښودل چا امضا یی کړی( بدون د درس ویلو او حاظری وکولو نه) ځینو استادانو انکار وکړ، خو په پایله که یی مخالف استادان په تهدید استعفا ته مجبوره کړل.

غوربندی

خوښ یم چې زاهد صاحب، زه فقیر او شالو صاحب په پورته موضوع کې هم نظري یو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx