افغانستان

هند: افغان حکومت ورڅخه د پروازونو د بیا پيلولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۰ل): د هند هوايي نوردۍ ادارې منلې چې د افغانستان د حکومت څخه یې یو رسمي مکتوب ترلاسه کړی دی چې د افغانستان او هند تر منځ د تجارتي پروازونه د بیا پيلولو غوښتنه په کې شوې.

هندي رسنۍ وايي چې د طالبانو د راتګ او د نوي مؤقت حکومت تر جوړیدو وروسته د افغانستان او هند تر منځ دا لومړۍ رسمي رابطه ده.

د هند او افغانستان تر منځ تجارتي پروازونه د اګست د ۱۵مې نېټې وروسته بند شول. پخوا به اریانا افغان، کام ایر، سپایس جیټ او ایرانډیا هوايي شرکتونو د کابل-ډهلي تر منځ روزمره پروازونه کول.

د افغانستان هوانودرۍ ادارې د هند هوانورۍ ادارې مشر ارون کمار ته ته دغه مکتوب لېږلی دی. ارون کمار د دغه مکتوب ترلاسه کيدل تایید کړي او ویلي دي چې په دې اړه تصمیم به د هوانوردۍ وزارت نیسي.

په مکتوب کې راغلي دي چې د کابل هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو له خوا ویجاړ شوی او له فعالیت څخه وتلی و خو اوس د قطر په تخنیکي مرسته بيرته فعاله شوی دی او دوی په دې اړه خبر یا نوټم هم صادر کړی دی.

په مکتوب کې راغلي دي چې ددغې لیک مقصد دادی څو د افغانستان او هند تر منځ د شوو هوکړه لیکونو پر اساس اریانا افغان او کام ایر هند ته پروازونه پیل کړي.

همدا راز له هند حکومت غوښتل شوي دي چې د تجارتي پروازونو د بیا شروع کولو لپاره سهولتونو رامنځته کړي.

د اریانا افغان هوايي شرکت مرستیال رئیس سلیم رحیمي هم تایید کړې چې د هند حکومت ته افغان حکومت مکتوب لیږلی خو د هند له خوا تر دې دمه هيڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړې چې په ډهلي کې د دوی همکاران د هوايي پروازونو د بیا پیلولو لپاره لاس په کار شوي دي.

اوسمهال افغانستان له پاکستان او ایران سره تجارتي پروازونه شروع کړي دي او عربي اماراتو، قطر، ترکيې او اوکراین هیوادونو تر منځ چارټر پروازونه هم شوي دي.

افغان حکومت په داسې حال کې ډهلي ته د پروازونو د بیا پيلولو غوښتنه کوي چې په هند کې شاوخوا زر کسان بند پاتې دي او افغانستان ته د بېرته تګ چاره نه لري.

همدا راز سلګونه محصلین په افغانستان کې ایسار دي او هند ته د زده کړو لپاره نشي تللی. هند د افغان محصلینو په شمول د ټولو افغانانو فزیکي یا سټيکر ویزې هم باطلې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا یو ظلم دی چی له هغو افغانانو سره کیږی چی هند کی بند پاتی دی. باور وکړی چی د خلکو جنازې هلته په یخچالونو ورستې شوې منتظر دی چی څه وخت به پروازونه شروع شی. خلکو سره پیسې خلاصی شوی ولی داسی کوی بیا ځانو ته مسلمانان هم وایی. د الله په خاطر د پاکستان نور مه منی په والله چی تباه به مو کړی.

Karwan

طوطي خانه،
خو ته هندوانو ته ووايه، چه افغانستان ته پروازونه شروع کړي. نو ته ولي په مسلمانانو تور پوري کوي! کار تاسي نه ورسره کوي، دوطنه تاسي وتښتيدي او تورونه هم لګوي. عجيب افغانان ياستي. خداي د هدايت درته وکړي. تمامه ورځ تخريب کوي او نه پريږدي چه دافغانستان خلک ارام ژوند وکړي! کاروان

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx