نظــر

د اشغال موخه

حفيظ الدين پيرزاده

نن د امریکا فوځي جنرالان د کانگریس مجلس ته ور غوښتل شوي و، تر څو په افغانستان کې د ورستیو پیښو او لاسته راوړ‎نو په اړ‎ہ مالومات ورکړ‎ي!
ھغوی د خپلو شل کلنو لاسته راوړ‎نو په نوملړ‎ کې تر ټولو لومړ‎ی له افغانستان څخه د خپلو عسکرو، ملکي پرسونل او ھغو افغانانو ایستل یاد کړ‎ل چې پخپله خاورہ د امریکې گټو ته وفادار ول!
د کانگریس د اړ‎وندې ډلگۍ مشر ھم په دومرہ لنډ او تنگ وخت کې د یو لک او ۲۴ زرہ کسانو را ایستل تر ټولو سترہ بریا وبلله!
ھغوی نور د یو بل په صفتونو اخته ول او زما په سر کې د امریکا، نړ‎یوالې ټولنې او افغان غرب ځپليو گوډاگیانو د شل کلنو لاسته راوړ‎نو طمطراق گرځیدہ!

وایي مار بیرون کوږ‎ گرځي خو چې خپل سوري ته راشي، بیا سم سِیدہ شي!
د امریکا جنرالان، سیاسیون او دولتي لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي نورې نړ‎ۍ ته ھغه څه وایي چې یې زړ‎ہ غواړ‎ي خو کله چې د کانگریس او یا سنا مجلس ته ور وغوښتل شي، ھلته بیا دروغ نه وایي بلکې پخپلو کې وي او یو بل ته رښتیا وایي!
اوس که سړ‎ی لږ‎ ځیر شي، پوھیږ‎ي چې د امریکا سیاسیونو ته دیموکراسي، د ښځو حقوق، د افغانستان بیا رغاونه او نورې ببولالې د سندرې سروکی و، د اصلي سندرې ریکارډ یې اوس خپل کانگریس ته و غږ‎وہ!
امریکا دلته د انتقام اخیستو، خپلو وسلو د تجربه کولو او ھغو ته د بازار موندنې لپارہ راغلې وہ!

نور مو باید سر خلاص وي چې ھیڅوک د چا له غمه مړ‎ نه دی، په ځانگړ‎ي ډول د استعمار مرسته د ھغو وښو پشان وي چې قصاب یې مال ته له لیرې ښئیي ترڅو یې بې له کومې ستونزې له ځان سرہ قصابخانې ته بوځي!
کوم شاعر ډیر پخوا ویلي و:

مال پرې مذبح ته رسوي، ھسې یې ښئیي ورته
د استعمار مرسته شین بوټی د قصاب دی ورورہ

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۲۹/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx