نظــر

ولس او مجاهدین – د عبرت درس

مهندس عادل عادل

د روسانو د مفتضحانه وتلو په دوام چې لاسپوڅي کمونست رژیم سقوط کړی و او کابل ښار د فاتحو مجاهدینو له لوري فتحه او قبضه قبضه شوی و، د وخت یو پیاوړی جهادي امیر د پنځلس کلن معمول په شان له خپلو شپاړسو وسلوالو مجاهدینو په ملتیا د کلي غټ جومات ته راغلل،
محراب ته څېرمه یې د امام پر ځای له جهادي غرور څخه ډکه ډډه ووهله.

د کلي یو سپین ږیری چې د ماسپښین له اذان مخکې جومات کې ناست و، د جهاد امیر پرې غږ کړ چې حاجي صاحب!
وااا حاجي صاحب !!
څه حال او حالات مو دي؟

سپین ږیري حاجي صاحب ببرې وروځې پورته او امیر صاحب یې په خپلو سترګو کې ښه صحیح کړ او بیا یې ورته کړل چې:
امیر صاحب اورې؟
وېل هو اورم!

سپین ږیري ورته کړل چې امیر صاحب قربان مو شم، حالات بېخونده او مونږ ته څه داسې ډول ښکاري لکه د بل چا لپاره چې کار کوو!
جهادی امیر جټکه وخوړه، سوړ اسوېلی یې وکیښ، په یوه نړۍ چورتونو کې ډوب له خپلو مجاهدینو سره وږی، تږی او ستومانه له جومات او کلي ووتل او تر ننه بیا را ونه ګرځېدل.
مونږ نه پوهېدو چې له همدې ځایه د ولس او غازي تر منځ پنځلس کلنې رشتې نه رغېدونکې صدمه لیدلې وه.

فاعتبروا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx