نړۍ

د امريکا لوی درستيز: په افغانستان کې زموږ شل کلنه جګړه سټراټيژيکه ماتې وه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۰ل): د امريکايي پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي ويلي، په افغانستان کې د امريکا شل کلنه جګړه يوه سټراټيژيکه ماتې وه او هغسې ختمه نه شوه، چې دوی يې تمه درلوده.

جنرال ميلي د امريکا مشرانو جرګې پوځي جرګه‌ګۍ ته د سپناوي ورکولو پر مهال ويلي، دوی په ۲۰۲۰کال کې دا ارزونه کړې وه، چې له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته ښايي ډېر ژر د کابل حکومت ړنګ شي.

نوموړي پر طالبانو نيوکې کړي، چې اوس هم له القاعدې سره تړاو لري، خو د افغانستان اسلامي امارت په خپلو تکراري څرګندونو کې دغه تورونه رد کړي دي.

نوموړي زياته کړې، چې طالبان اوس پر افغانستان واکمن دي او راتلونکي لنډې ورځې به روښانه کړي، چې ايا طالبان به پر ټول افغانستان خپله واکمني ټينګه کړی شي او که دغه هېواد به يو ځل بيا د کورنۍ جګړې ښکار شي.

د جنرال ميلي تر څنګ د امريکا دفاع وزير متقاعد جنرال لايډ اسټن هم د مشرانو جرګې پوځي جرګه‌ګۍ ته وويل، چې د کابل حکومت د پوځ ناکامۍ او له ميدانه تېښتې دوی ټول هک پک کړل.

لايډ اسټن زياته کړې وه، چې دوی پر افغان پوځ بې ساري لګښتونه کړي وو، خو د اړتيا پر مهال کې له يوه ډز پرته له جګړې وتښتېدل او اوس طالبان پر افغانستان واکمنان دي.

د جنرال اسټن په وينا دوی غوښتل، چې د يوه هېواد په رغونه کې برخه واخلي، خو په دې ونه توانېدل، چې يو بريالی حکومت رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمیدالله

د ستراتیژیکې ماتې تسلیت ور ته وایو هغه هم د موټرسایکل او کلاشینکوف په مرستې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx