افغانستان

عدليې وزارت د شاهي دورې د اساسي قانون د نفاذ په اړه وضاحت ورکړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۰ل): د عدليې وزارت د پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال اساسي قانون د بیا نفاذ په اړه وضاحت ورکړی دی.

یاد وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین سفیر له د عدليې له سرپرست وزیر څخه د خبرو په جریان کې وپوښتل چې په افغانستان کې کوم اساسي قانون اوس د استفادې وړ دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د چین د سفیر په ځواب کې سرپرست وزیر وویل چې د ۱۳۴۳ل اساسي قانون تر هغه ځایه د استفادې وړ دی چې د شریعت له حکمونو، اسلامي امارت د پالیسۍ او د ملي منافعو سره په تضاد کې نه وي.

عدليې وزارت ویلي چې د پورته قیودو څخه پرته د اساسي قانون په هکله د عدلیې وزارت د سرپرست د بیان په مورد کې هر ډول تبصره، تفسیر او تأویل د افغانستان اسلامي امارت د اصولو مخالف عمل دی.

تېره ورځ د عدليې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د چین له سفیر سره په خبرو کې ویلي وو چې د ظاهرشاهي دورې اساسي قانون به بېرته له ځينو تغیراتو سره نافذوي.

د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په وروستي ځل په ۱۹۶۴ز کال کې د لویې جرګې له خوا اساسي قانون تصویب شو. په دغه اساسي قانون کې مشروطه سلطنتي نظام، منتخب پارلمان او ازاده قضا ومنل شوه. همدا راز د افغانستان د اتباعو اساسي حقوق تضمین شول.

خو د چارو څارونکي وايي چې نوی حکومت ممکن هغه اساسي قانون بېرته نافذ کړي چې د تسوید چارې يې په ۱۹۹۸ز کال کې د سترې محکمې له خوا پيل شوی وی او په ۲۰۰۵ز کال کې کله چې د طالبانو حکومت نسکور شوی و، د رهبرۍ شورا له خوا تایید شو.

د ۱۹۹۸ز اساسي قانون د مسودې محتوا د ظاهرشاه د دورې د ۱۳۴۳ل کال اساسي قانون سره په اکثریت مواردو کې يو ډول ده خو پارلمان په کې د انتخاب پر ځای انتصاب کیږي؛ د امیرالمؤمنین د ټاکنې پروسه هم په کې څرګنده نه ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي د نوي اساسي قانون په اړه څرګندونې کوي. د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت په لومړۍ دوره (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کلونو پورې هیڅ ډول اساسي قانون نه درلود.

د ۲۰۰۱ وروسته تر ۲۰۰۴ز کلونو پورې مؤقت حکومت د بُن د هوکړه لیک پر اساس د ځينو مواردو په تغیر سره د ۱۹۶۴ز کال اساسي قانون نافذ کړ. په ۲۰۰۴ز کال کې لويې جرګې نوی اساسي قانون تصویب کړ چې د طالبانو د دوهم ځل راتګ سره دغه اساسي قانون عملا ملغی شوی دی خو نوی اساسي قانون تر دې دمه نه دی معرفي شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کاش چی دا نیمی پیړی زوړ قانون تطبیق شی دا چیری عملی کیږی. په یوی مادی کی یی راغلی: چی د مخابراتو تلیفون چک کوم د اشخاصو جرم دی مګر د محکمی لخوا. ولی اوس ګورو چی په هر تلاشی د طالبانو کی اول د کمره دار مبایل پوښتنه کیږی چی بیایی طالب ملا ګوری ولو که د خلکو فامیلی عکسونه هم پکی وی. داسو اسلامی امارت چی خلک یی قحطی سره مخامخ کړی.

عبدالروف

ته بی شرمه اوس هم هماغه د موسی(ع) @@@ پاتی ئې۔

ملا جانان

پښتو د یوازینۍ ملي ژبي په صفت منل سوې ده که نه؟ د اسلام سپیڅلي دین حنفي فقهه د اسلامي شریعت په صفت پکښي منل سوې ده که نه؟ ایا افغانان د قضایه قوې، مقننه قوې او اجرائیه قوې د مقرري، څار او استهزاء واک لري او که نه؟ که یې لري نو پروسه به یې څه ډول وي؟ که دغه پوښتني پکښي په عدالت سره جواب سوي نه وي، څه زوړ او څه نوی… دا اساسي قانون د ښې نه دی. او اساسي قانون د قرآن ټکی نه دی چي بدلیږي به نه. خو یوه خبره باید ووایو چي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx