نړۍ

کلینټن:دحقاني ډلی په اړه پریکړي ته نژدی شوی یو

(نن ټکي اسیا سپټمر۲۰۱۱/۲۹) واشنګټن: دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن دچارشنبي په ورځ دیوي خبري ناستي په ترڅ کي له خبري رسنیو سره دخبروپروخت وویل امریکا دي پریکړي ته نژدی شوی ده چي دحقاني ډلي طالبان په تورلیست کی شامل کړي، نوموړي زیاته کړه دامریکی متحده ایالاتو دغه پریکړه له هغه څخه وروسته ترغورلاندي ونیوله له کله څخه چي په روانه میاشت کی په کابل کی دامریکي سفارت، دسي آسی ای مرکز اوهمدارنګه دناټو قومنداني تربریدونو لاندی راغله

چي امریکایانو یی پړه دافغانستان دطالبانو پرحقاني ډله باندی ورواړوله.

دامریکي دبهرنیو چارو وزیري په نیویارک کی دمصردبهرنیو چارو له وزیر سره دکتو پروخت دغه څرګندوني وکړي،نوموړي زیاته کړه حکومت یی ټول اړخونه سنجولی دي ډیره نژدي ده چي دغه ډله به دیوي بهرني تروریستي ډلي په لیکه کي شامله کړو.

کلنټن وویل هیواد یی له پخوا څخه لا ددغي ډلي ځیني ډیرتوند روه غړي په تورلیست کی شامل کړي دي، نوموړي همدا هم وویل چي هیواد یی له پاکستان سره په ګډه کارکوي ترڅو همدغو ډلو باندی زور واچوي چي له تاواوتریخوالي څخه لاس واخلي.

مونږبه دترهګرو په وړاندي خپلو هڅو ته دوام ورکړو په خاصه توګه دهغوترهګرو په وړاندي چاچي په پاکستانی کی خوندي ځالي جوړي کړی دي، اوله خپلو پاکستانی ملګرو سره یوځای هڅه کوو ترڅو دویره اچونکو مرکزونه له منځه یوسو.

نوموړي زیاته کړه دحقاني ډلي په تورلیست کی له شاملوڅخه وروسته به هیڅ یو امریکایی وګړي نشي کولای له هغوسره مرسته وکړي اویاورسره اړیکي ونیسی اوهمدارنګه به په امریکا کی ددغی ډلي ټولي بانکی زیرمي کنګل شي، او له دی سره سره به امریکایانو ته لاره هواره شي ترڅوپاکستان باندی لازیات زور واچوي چي ددوي په له منځه وړولو کي ور سره نوره مرسته وکړي.

له هغه څخه وروسته چی کابل کی دامریکا سفارت ترسخت برید لاندی راغي، او امریکایانو یی پړه پرحقاني ډله باندی ور واچوله اوهمدارنګه یی تور ولګاوو چی دپاکستان څارګره اداره له حقاني ډلي سره نه یواځي دا چی نژدی اړیکی لري بلکه ورسره هررنګه مرسته کوي، دغه ډله دامریکي اوپاکستان ترمنځ یوه ډیره ګرمه موضوع پاته شوی ده، امریکه پرپاکستان باندی تورنه لګوي چی دغي ډلي سره مرسته کوي،خو پاکستاني چارواکي بیا دامریکي له لوري لګول شوي تورنه ردوي اود آي ایس آی اوحقاني شبکي ترمنځ دهررنګه اړیکو مخالفت کوي.

امریکا له پاکستان څخه په وار وار غوښتی چي دحقانی ډلي په وړاندی په نظامي عملیاتو باندی لاس پوري کړی،خوپاکستان پرځاي ددي چي دحقاني ډلي طالبانو په وړاندی کوم عسکري حرکت وکړي، بلکه په پاکستان کي دحقاني ډلي دموجودیت په اړه ټول تورنه په سخته سره ردوي، پاکستانی چارواکو ویلي ځواکونه یی لا له وړاندي څخه د هیواد په شمال کی په یوه ډیره پراخه سیمه کي له طالبانو سره په جنګ اخته دي،   دومره توان نه لري چي په سیمه کي دجنګ لپاره یو بل محاذ خلاص کړي هغه هم له هغه چاسره څوک چي له ۱۰زرو څخه بیا تر ۱۵زرو پوری وسلوال لري.

تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیري دیوي خبري غونډي پروخت وویل، امریکه ده چي په نړي کي له ډیرو ویره اچونکوډلو سره نژدی اړیکي لري، اودحقاني ډله دامریکي دڅارګري ادراي له لوري وجودکی راغلي اودهغو په مرسته اوکمک سره تردغه ځایه رارسیدلي ده.

نوموړی زیاته کړه که امریکه غواړی چي سیمه کی ښه لاس ته راوړني ولري، نودپاکستان ملګرتیا باید له لاسه ورنکړي، ځکه دامریکي له لوري دترهګري په وړاندي روانه جګړه کي دپاکستان مرسته اړینه ده، اودپاکستان دمرستي بغیرامریکا باید په روانه جګړه دکامیابي ګمان هم ونکړي.

حناکهر زیاته کړه پاکستان له امریکی سره له رامنځ ته شویو مشکلاتو سره سره بیاهم ښي اړیکي غواړي، او ټینګارکوی چي دترهګري په خلاف جګړه کی پاکستان اوامریکه باید یو له بل سره په څنګ کي کاروکړي.

له بله لوري نن دافغانستان اولسمشر حامد کرزي دیوي وینا پرمهال وویل، ملګري راته ټنیګار کوی چي دافغانستان مسله باید دخبرو له لاري حل شي، خوزه نه پوهیږم چی له چاسره مذاکرات وکړم، ځکه دحکومت مخالفت کونکي وسلوال طالبان نور ددي واک نه لري چي کوم لوري سره مذاکرات اوخبري وکړي، هغو راګیرشوي دي، واک او اختیاریی دپاکستان دڅارګري اداري (آی ایس آی )په لاس کي، نودافغانستان حکومت پرځای ددي چي له طالبانو سره په خبرو کولو کی وخت ضایعه کوي، باید مخامخ له (آی ایس آی) خبري اومذاکرات وکړي.خو شنونکی وایی افغاني اداره چی هروخت دطالبانو له لوري له سختو بریدونو سره مخ شي، نوبیا ددی لپاره چی خپلو ناکامیو اونیمګړتیاوو باندی پرده واچوي دارنګه څرګندوني کوي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x